1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دياکوني: افغان مهاجر مه اخراجوئ، هلته امنيت نه سته

۱۳۹۶ مهر ۲۶, چهارشنبه

په آلمان کي دياکوني مرستندوی سازمان ويلي دي چي د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو سره بايد مهاجر بېرته نه ولېږل سي. دا په داسي حال کي ده چي د آلمان حکومت افغانستان مسؤن بولي.

https://p.dw.com/p/2m6HE
Deutschland Protest gegen Sammelabschiebung nach Afghanistan in Düsseldorf
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د دياکوني په نوم په آلمان کي فعال مرستندوی سازمان ويلي دي چي افغانستان يو خوندي هيواد نه دی. د دغه سازمان په وينا له همدې کبله بايد افغان مهاجر بېرته دغه هيواد ته نه ولېږدول سي.

د دغه سازمان د ټولنيز سياست د ډلې رئيسي ماريا لوهايده د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۷مه نېټه) په برلين کي د افغانستان په تړاو څرګندونې وکړې. هغې وويل: «افغانستان هيڅ خوندي هيواد نه دی او په راتلونکې نژدې وخت کي به په خوندي هيواد بدل هم نه سي.»

ماريا لوهايده وويل چي په افغانستان کي ورځ تر بلې امنيتي حالت خراب سوی دی، خو بيا هم د آلمان حکومت پلان لري چي نور افغانان هم اخراج کړي. دغې کارپوهي وويل چي ځوان پناه غوښتونکي دمګړی د راتلونکي له پاره و چانسونو ته اړتيا لري.

د دياکوني سازمان د افغانستان د امنيت په تړاو په داسي حال کي خپل نظر څرګند کړی او د افغانانو د بېرته لېږد څخه د صرف نظر کولو غوښتنه يې کړې ده، چي د آلمان حکومت وايي ټول افغانستان ناامنه نه دی. خو زيات مرستندوی سازمانونه د آلمان د حکومت دغه دريځ چي په افغانستان کي خوندي ځايونه هم سته، نه مني.

د روانې اونۍ په پېل کي د آلمان د بادن ويورتمبېرګ ايالت يوې ادارې محکمې د يو افغان مهاجر په قضيه کي هغه پر حق بللی ؤ. دغه افغان چي د افغانستان د لغمان ولايت، د افغان ملي پوځ عسکر وو. د هغه په وينا د هغه پر کورنۍ بريد وسو او هغه مجبور سو چي آلمان ته وتښتي.

خو د دغه افغان پناه غوښتنه په لومړيو فيصلو کي په دې دليل رد سوې وه چي ګواکي دی او کورنۍ يې کولای سي چي په کابل يا د افغانستان په بل خوندي ځای کي ژوند وکړي.

خو د بادن ويورتمبېرګ محکمې په خپله فيصله کي ويلي چي د دغه افغان ژوند ته خطر دی او بايد چي پناه غوښتنه يې ومنله سي. دا په تيرو کالونو کي لومړی ځل ؤ چي يوې محکمې د رد سوي افغان د حقوقي دعوی په تائيد کي هغه ته قبولي ورکړې.

زموږ له ارشيف څخه: