1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديرش کاله وروسته د سره خمر محاکمه پيليږي

۱۳۸۷ خرداد ۲۳, پنجشنبه

سره خمر غوښتل په کمپوچيا کي يو سپېڅلي بزګري حکومت جوړ کړي

https://p.dw.com/p/EIfg
د يوې نړيوالي محاکمې خريان
د يوې نړيوالي محاکمې خريانانځور: AP

اتنيک اوسيدونکي يې خمريان دی اونور ويتناميان دی.

بودايی مذهب لری او نور مذهبونه لکه اسلام او عيسويت هم پکې شته.دغه هيواد په ۱۹۵۳ زيږديز کال له فرانسې څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.له ۱۹۷۵ زيږديز کال څخه سره خمر د پولپوت تر مشرۍ لاندې په دغه هيواد حکومت کاوه .پولپوت يو پخوانۍ خمر وو چې اصلی نوم يی «سالوت سر» وو.پولپوت يو داسې خونړﺉ ديکتاتور ظالم وو چې دده دديکتاتورۍ په دوران کې د ۱،۷ نه تر ۲مليونه تنه وژل شول.پولپوت يو ماويست وو چې په ۱۹۷۵ زيږديز کال د يوې کودتا په ترڅ کې پر پادشاه بريالۍ شو او قدرت يی په لاس راووړ. خو په ۱۹۷۹ زيږديز کال د ويتنام دعسکرو په مداخله د سره خمر قدرت نسکور شو.

ددغه حکومت په دوران کې پرته له دې چې څه ناڅه دوه مليونه تنه ووژل شول، ټول ملت په سيستماتيکه توګه وټکول شواو فرهنګی جرړې يې له منځه يووړل شوې، سره خمر غوښتل په کمپوچيا کې يو سپيڅلۍ بزګري حکومت منځته راوړی. ښاری ټولنه ، روښانفکران او هغه کسان چې څه ناڅه زده کړه يی درلوده په سيستماتيکه توګه ووژل شول.د کمپوچيا ملت د سره خمر دحکومت په دوران کې خپل ټول روښانفکره قشر له لاسه ورکړ.سره خمر غوښتل ددغه هيواد لرغونتوب له منځه يوسی.ماشومان يی له خپلو ميندو او پلرونو څخه جلا کول او هغوی يی چې نه وژل ، روزنيزو اردو ځايونو ته يی ليږدول او ساتل يی، ترڅو له هغوی نه د نوې ټولنې لپاره نوي انسانان جوړ کړی.

په کمپوچيا کې د سره خمر له خونړی حکومت نه ديرش کاله تيريږی اوس هغه سيمې چې د هغه دورې سند دي، د سيلانيانو د ليدنو ځايونه ګرځيدلی دی. په ټوله کمپوچيا کې د سره خمر د جنايتونو ۷۷ د ليدو ځايونه شته چې ۲۰ زره جمعی ګورونه يا فبرونه په بر کې نيسی. يو له دغو کړوونکو او ربړوونکو څخه پراک خان دی چې په تر ټولو خطرناک زندان اس ۲۱ کی يی د اسنادو له مخې ۵۱ تنه کړولې او سزاوې يې ورکړی دی. په دغه جيل کې بنديان د مرګ تر پولې وهل کيدل تر څو په هغه شي چې کړی يا يی نه دی کړی اقرار وکړی ، بيا به هغو جوړو شویو کندوته وړل کيدل چې په سلهاوو کسان به ژوندی او نيم ژوندی ورغورځول کيدل.

پراک خان وايي دۍ نه شی ويلۍ چې دۍ مجرم دۍ که د کمونيستی رژيم قربانی ،ځکه ده هغه څه تر سره کول چې ورته امر کيده خو ددې فيصله به اوس محکمه کوی.