1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير: آلمان د ترکي سیاستوالو د کمپاين ځای نه دی

۱۳۹۵ اسفند ۲۳, دوشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزیر توماس ديميزير، په آلمان کې د ترکي سياستوالو د انتخاباتي مبارزو پر وړاندې څرګند دريځ نیولی او داسې نورو غونډو مخالفت یې کړی دی. هالنډ هم د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په تنده لهجه مخاطب کړی.

https://p.dw.com/p/2Z6Wp
Thomas de Maiziere PK Razzia NRW in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/M.Kappeler

د آلمان د کورنيو چارو وزیر توماس ديميزير، د آلمان د لومړي تلويزیون سره په  خبرو کې وويل: «زه دا نه غواړم. آلمان د ترکیې د انتخاباتي مبارزې ځای نه دی.» ده وويل: «په سياسي توګه د دې مسئلې سخت مخالف يم.» ده زياته کړه دا چې آلمان هم د هالند په څير پر ترکي سياستوالو د سفر بندیز ولګوي، بايد «عاقلانه وسنجول» شي. 

هغه ویلي دي چې د دې ډول سياسي غونډو له پاره «ټاکلي سرحدونه» لرو، د مثال په توګه د جزا د قانون له مخې. ديميزير ټينګار وکړ: «هغه څوک چې د آلمان فدرالي جمهوريت او يا اساسي قانون ته ښکنځل کوي او يا ورته په سپکه سترګه ګوري، يو جرم ترسره کوي. په دې صورت کې بيا يو سرحد باید وټاکل شي.»

Türkei Erdogan Rede in Aksaray
که چیرې د اپریل میاشتې ۱۶ نیټې ټولپوښتنه په اساسي قانون کې اصلاحات تائید کړي، نو د اردوغان واک به لا پسې پراخه شي.انځور: picture-alliance/AP Images/Presidential Press Service/K. Ozer

«دا پرتله بايد نوره ونه شي»

په دې تيرو ورځو کې د آلمان په ګڼو ناحيو کې د ترکیې د وزیرانو هغه انتخاباتي غونډې چې غوښتل یې د رياستي نظام د رامنځته کولو له پاره پکښې تبليغ وکړي، لغوه اعلان شوې. دې کار د ترکیې حکومت سخت په غوسه کړ او ولسمشر رجب طيب اردوغان پر آلمان حتی د «نازي رژيم د ميتودونو» د کارولو تور ولګاوه. 

د ترکیې د سپورت وزير عاکف قليچ، چې د يکشنبې په ورځ د آلمان د دويم تلويزيون د «انا ويله» په نوم د سياسي بحثونو په خپرونه کې د صدراعظمې د دفتر له رئيس پيتر التماير، سره مخ شو، نو نه يې غوښتل دا تور بيرته واخلي. قليچ وويل: « داسې نه دي ویل شوي چې آلمان يو نازي حکومت دی بلکې څه چې ويل شوي د ميتودونو مقايسه ده.» خو التماير دا څرګندونې په کلکه رد کړې. ده وويل چې هغوی د آلمان د حکومت سياست د نازيانو له جنایاتونو سره مقايسه کړې او «دا ډول پرتله توب باید پای ته ورسیږي.»   

«سړی بايد آرام پاتې شي»

په هالنډ کې بيا د ترکي سياستوالو د غونډو پر سر رامنځته شوې لانجه د اوونۍ په پای کې بدو ته واوښته. هالنډي چارواکو د ترکیې د بهرنيو چارو د وزیر مولود چاوش اوغلو، الوتکې ته د کوزيدو اجازه نه وه ورکړې او د کورنۍ چارو وزیره فاطمه بتول سايان کايا، چې له آلمان څخه يې دغه هيواد ته سفر کړې وو، بیرته آلمان ته استول شوې وه. اردوغان د دې په غبرګون کې د هالنډ حکومت د «نازيانو پاتې شونې او توکمپال» وباله. 

Mark Rutte Niederlande Premierminister
د هالنډ لومړي وزیر مارک روته له ترکیې څخه د بخښنې غوښتل رد کړی او ویلې یې دي چې ترکیه باید بخښنه وغواړيانځور: picture-alliance/dpa/B. Maat

د هالنډ لومړي وزیر مارک روته، د ترکیې دا غوښتنه چې بخښنه وغواړي ناممکنه بللې. نوموړي وويل: «د بخښنې د غوښتنې هيڅ سوال نه پيدا کيږی. دوی (ترکان) بايد د هغه څه له پاره چې ويلي یې دي، زموږ څخه بخښنه وغواړي.» روته زياته کړه چې په دويمه نړيواله جګړه کې هالنډ د نازي رژيم له خوا بمبار شوې وو. له دې کبله د اردوغان  څرګندونې د منلو وړ نه دي. 

نوموړي پارونکي وضعيت ته په کتو سره پر هالنډيانو د آرامه پاتې کيدو غږ وکړ. ده وويل «هالنډ يوه داسې یوه ډيره لوړه ټولنه لري چې په هغې کې د هالندیانو یوه ستره برخه چې ترکي ریښې لري، مدغمه شوې ده.» هغه زیاته کړه چې له « ترکیې سره د اروپا د اتحادېې د اړیکو» گټو ته په کتو سره اوس مهمه ده چې وضعیت کرار کړای شي. په هالنډ کې کابو ۴۰۰ زره ترکان اوسي.