1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير په «کليسا کې د پناه اخيستنې» په اړه خبري ضرور گڼي

۱۳۹۶ آذر ۲۰, دوشنبه

په آلمان کي په دې وروستيو کي کليساگانو، مهاجرو ته د پناه ورکولو په برخه کي خپله غېږ نوره هم پرانيستې ده. خو د کورنيو چارو وزير په دې هکله خبري کول ضوري گڼي.

https://p.dw.com/p/2p9EI
Symbolbild Christen und Muslime, Kirchenasyl
انځور: picture-alliance/dpa/H. Tittel

ځيني مذهبي عيسوي بنسټونه په مخ پر ډيريدونکي ډول هغه پناه غوښتونکي چې د اخراج له خطر سره مخامخ دي، په «کلیساو کې د پناه ورکولو» تر نامه لاندي قبلوي. په دې وروستيو کې د دغه شان پناه غوښتونکو شمير زیات شوی دی، چې د آلمان د کورنيو چارو وزیر يې په اړه د خبرو کولو غوښتنه کړې ده.

په ۱۹۹۰لسیزه کې په خاص ډول د پناه ورکولو قانون له سختولو وروسته په ۱۹۹۳م کې د آلمان په «کليساو کې پناه ورکول» د اوس په شان زياتوالی لاره.

په کليساګانو کې پناه غوښتني حتي په څلورمه میلادې پيړۍ کې هم شتون درلود. خو د نظام او دولتوتو په جوړيدلو سره چې پر قانون يې تکيه درلودله، دغه ډول پناه ورکولو خپل ارزښت له لاسه ورکړ او په اتلسمه او نولسمه ميلادي پيړۍ کې په ډيرو هيوادونو کې له منځه ولاړ.

د عيسويانو د هغو نوو احکامو له مخې چې په ۱۹۸۳م کال کې صادر شوي «په کلیسا کې پناه ورکول» په رسمي ډول نور شتون نه لري.

اوس په آلمان کې که چيرې يو څوک په کليسا کې کوم چاته ځاي ورکړي له معتبرو قوانینو څخه سرغړونه کوي. چارواکي کولاي شي په قانوني توګه پناه غوښتونکي له کلیساو څخه اخراج کړي. سره له دې هم په آلمان کي کلیسا ګانې «په کليسا کې پناه ورکول» د «سولې ټينګښت او په ټولنه کې د خپلو ارزښتونو ساتني» په توګه ورته اشاره کوري.

کاتوليکي اسقفانو په هغه اعلامیه کې چې په ۲۰۱۵م کال کې خپره کړه، «په کلیسا کې پناه ور کول» يې د وروستي امکان په توګه وګاڼه او خبرداری يې ورکړ چې د «ارزښت لرونکي» امکان په هکله بايد ډير دقت او پام وشي. په دغه سند کې (په کلیسا کې پناه ورکول) پرته له تاو تریخوالي له مدنيت څخه يو ډول نافرماني ښوول شوې ده.

د مهاجرت او پناه ورکولو په اړه د آلمان فدرالي اداري په کال ۲۰۱۵م کې په «کليساو کې پناه ورکولو» په اړه له کليساګانو سره توافق وکړ چې له مخې يې د کلیساګانو استازي بايد دغه امکان ولري چې د کوم يو پناه غوښتونکي دوسیه په فردي توګه يو ځلې بيا د آلمان فدرالي ادارې له خوا وڅيړل شي.

ښه به دا وي چې دغه کار مخکې له هغې تر سره شي چې يو تن د پناه غوښتونکي په توګه په کليسا کې ومنل شي. په دې وروستيو کې ډيري دغه ډول پيښې د پناه غوښتونکي په اخراج کې د ځنډيدلو سبب شوي دي.

دآلمان د کورنيو چارو وزیر د خبرو کولو غوښتونکی دی

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديمزير په «کلیساو کې د پناه غوښتني» په هکله موضوع د بحث او خبرو وړ ګڼې. هغه رسنيزي ډلې «فونکه» ته ويلي دي چې د دغه ډول پناه ورکولو شمير د «طمعي خلاف» لوړ شوی دی.

ديمزیر ويلي دي چې فدرالې او ايالتي ادارې بايد په دې اړه له کليساګانو سره خبري وکړي. هغه زياته کړي: «کليسا کولاي شي مهربانه اووسي،خو دولت بايد پر عدالت ولاړ وي.» ديمزير يادونه کړې چې کلیساګانې بايد د توافقاتو له مخې د هرڅه په هکله دولتي مسولین خبر کړي. د هغه په خبره کليساګاني د خپلو انساني مسوليتو پر بنسټ چلند کوی، دا په داسې حال کې ده چې په دولتي څيړنو کې هم بشردوستانه اړخونه په پام کې نيول کيږي.

AG,D(S.H/N.Z(

زموږ له انځورونو څخه