1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديک چيني د CIA پر پروګرامونو باندي پرده اچولې وه

۱۳۸۸ تیر ۲۲, دوشنبه

بياد امریکا په متحده ایالاتو کي، په اصطلا، د ترهګرۍ پر ضدکومه جګړه، چي د بوش د حکومت د زمانې راهيسي پيل شوي، ددغه هيواد د مطبوعاتو دمقالوعنوان ګرځيدلې ده...

https://p.dw.com/p/ImOL
د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش مرستيال ديک چيني
د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش مرستيال ديک چينيانځور: AP

داسي ويل کیږي، چي د بوش په حکومت کي د جمهوري ریاست مرستيال ديک چيني د اتو کالو په اوږدوکي ددغه هيواد کانګرس ته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د هغه پروګرامه څخه خبر ندی ورکړی، چی د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتي څانګي CIA له خوا پرمخ بيول کيدی.

دغه خبر د امريکا په متحده ایالاتو ډیرو خبري رسنيو خپورکړی دی. په خبر کي داسي ويل کيږي، چي ديک چیني ددغه هیواد استخباراتي څانګي CIA ته بايد هدايت ورکړی وی، چي د ترهګرۍ پر ضد کوم پټ پرو ګرام چي د CIA له خوا پرمخ بيول کېده،د هغه په هکله بايد ددغه هیواد د سنا او د نمایندګانو جرګې ته خبر ورنکړه شي.

خو اوس ډيموکراټان غواړي چي په دې هکله یوه څارنه وشي. له واشنګټن څخه زموږ راډیويي همکار کلاوس کاستن لیکي:دامریکي دمتحده ایالتو نو په کانګرس کي دډیموکرات دګوند وکيله Patrick Murphy دپاره دا مساله ډیره اريانونکی مساله وه چي پرون يی په نیويارک تایمز کي لوستلي دي :

«دکانګرس دغړۍ دپاره داخبره ډیره نا آرامونکي خبره وه چی دنیوریاک تایمز په پاڼه کی لولی : دولسمشر مرستيال ديک چینی د CIAدهغه پروګرامه څخه کانګرس او سنا ته خبر ندی ورکړي چي دترهګری په ضد دجګړی دپاره د CIA له خوا پرمخ بیول کيده.»

په تيرو وختونو کی دا معموله وه چي داستخباراتي څانګي یو لړ فعالیتونه کوم چي ډير پټ اسراربلل کيده ، بیا هم لږ تر لږه دپارلمان اتو مهمو غړيو ته بايد دهغه په هکله خبر ورکړ شوی وايي،چي په دغه ډله کی هم څلور تنه په پارلمان کي د استخباراتي دجرګه ګی غړي او په پارلمان کی دډيموکراتانو او دجمهوریت غوښتونکي دګوندونو دپارلمانی ډلي مشران شامل دي.

دوي بايد له مو ضوع څخه خبر واي . خو هسی چي ويل کیږی ، دا کار ندی شوي. دغه معملومات دامريکي دمتحده ایالتونو داستخباراتي څانګي دنوی مشر Leon Panetta له خوا مطبوعاتوته ورکړ شوی دي . Panetta دهمدی روان ميلادی کال راهيسي د CIA دمشر په توګه دبارک اوباما له خوا نومول شوی دی . د CIA نوي مشر سمدستي ددغه پروګرام دپرمخ بيولو مخه نیولۍ . لا تر اوسه په دی هکله معلومات ندی تر لاسه شوې چي په دغه پټ پروګرام کي څه ويل شوی . او دا به طبيعی خبره وی ، ځکه پټ اسرا ر بايد پټ پاتي شی.

دامریکي دمتحده ايالتونو دنمايندګانو په جرګه کي داستخباراتی جرګه ګي مشره Silvestre Reyes په يوۍ راډیويی مرکه کی په دي هکله خپله خواشینۍ ښه يي چي نشي کولای څه ووايی خو بياهم واييٍ چي :

«داداسي يو پروګرام وچي په قطعي ډول سره بايد پټ پاتي واي او که نه ډير جدي نړيوال عواقب به يی را منځ ته کړی واي . سړي کولاي شي په دی هکله بيلا بيل تصورات ولري خو پخوانيو تجربو ښودلۍ چي دامریکي په متحده ايا لتونو کي دغه راز پټ پروګرامونه تر ډيرۍ مودي پوري پټ نشي پاتي کيدلاي.»

داسي هم ويل کیږی چی په دغه پروګرام کي ډير جدی شیان شته دی او دا پوښتنه هم رامنځ ته کيدای شی چي آيا دیک چیني په دی کار سره د امریکی دمتحده ایالتونو استخباراتي قوانين او مقررات هم تر پښو لاندی کړيدی ؟

دداسي یوۍ پو ښتنۍ په ځواب کي Silvestre Reys وايي چي :

«دامریکي دمتحده ایالتونو دډیموکرات ګوند دسیاست مداري په عقیده ، دیک چینی ډیر ځلي ددغه هیواد داستخباراتي نافذو مقرراتو څخه تیری کړي . بايد ديک چیني دامریکي دمتحده ایالتونوپارلمان ته ددي موضوع په اړوند ضروری معلو مات ورکړی وايی.»

دامریکی د متحده ایالتونو دسنا اود نمایندګانو په جرګو کی جمهوریت غوښتونکو وکيلانو هم دديک چیني په دغه عمل باندی نيوکی کړیدی خو بيا دوي ديموکراتانو ته داپیغور کوی ، چي غواړي دا مساله ډیره لويه کړی.

Kastan, Klaus/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل