1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دپاکستان د تيرا بازار په چاودنه کښي ډير انسانان وژل سوي دي

۱۳۸۹ آذر ۱۷, چهارشنبه

د محرم دشپې درانژدې کيدو سره سم په پاكستان كي د شيعه او سُني مسلمانو تر منځ تاو تريخوالى ډير سوی دی ،او په دغه هيواد كي د څه وخته راهيسي هره ورځ بمي چاودني كيږي

https://p.dw.com/p/QTNn
انځور: AP

چاودنه د تيرا بازار د موټرانو په اډه كي په داسي حال وسوه چي په يوه ولاړ بس كښي د ځانمرګي بريد كوونكي كس لخوا چاوديدونكي مواد ځاى پر ځاى سوي وه . په سيمه كي د پوليسو قومندان مسعود اپريدى وايي چي په پيښه كي د ښځو په ګډون ۱۶ تنه وژل سوي او کيدای سي چي هغه نور هم زيات سي . په پيښه كښي تر ۳۰ تنو اضافه نور ټپيان سوي دي . ددغي چاودني له کبله بس سرويس کاملأ خراب سوی دى .

اپريدی وايي «۱۶ تنه پكښي وژل سوي دي او ۳۱ نور ټپيان دي چي په هغو كي ښځي هم شاملي دي . پوليسو ټوله سيمه په ولكه كي اخيستې ده او د پلټني كارونه روان دي . تر اوسه پوري مو د پيښي سره د تړاو په تور څوك نه دي نيولي . »

داسي ويل كيږي چي د كوهاټ د تيرا بازار هغه ځاى دى چي د امن له وجي د خلګو ګڼه ګوڼه پکښي زياته وي او د ليري ليري ځايو څخه خلګ د سودا رانيولو يا شيانو خرڅولو په خاطر راځي .دډيره وخته په دغه سيمه كي د دا رنګه پيښو خبرونه نه وه راغلي، او دا چي اوس ولي دا پيښه پکښي وسوه له هغه ځايه د خيبر پښتونخوا ايالتي اسمبلې ته نومول سوى مشر سيد كلب حسن يې په اړه وايي:

[[دا چاودني چي كيږي ،دا نور څه نه دي ،دا د سني او شيعه تر منځ د فساد اور تازه كولو ته لمن وهل دي، ځكه چي د محرم شپې رانژدې دي، انشاء الله په دغه سيمه كي چي كوم خلګ ژوند كوي، هغوی به د دغو خلګو په كارونو باندي سر و نه ګروي]]

پرون هم د بلوچستان پر اعلى وزير باندي يو ځانمرګى بريد سوى ؤ چي مسؤليت يې د لښكر جنګوي عالمي ډلي پر غاړه اخيستي ؤ، خو د ننۍ چاودني پړه چا تر اوسه پوري پر غاړه نه ده اخيستې .

دبلي خوا بيا د خيبر اجنسۍ په باړه سيمه كي د نامعلومو وسله والو كسانو له خوا د پاكستاني امنيتي ځواكونو پر پوسته باندي وسله وال بريد سوى دى چي كوم ځاني زيان يې نه دى اړولى .

حبيب الرحمن تاثير

کتونکی : محمد قاسم نوري