1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دپاکستان په ديني مدرسو کښي داصلاحاتواو ريفورم راوستل

۱۳۸۸ تیر ۲۵, پنجشنبه

پاکستان هغه پلانونه ندي عملي کړي چي په ترڅ کي يې د هيواد د ديني مدرسو اصلاح کول غوښتل . په پام کي نيول سوې وه چي د امریکا لخوا د مليونونو ډالرو په مرسته پاکستان ...

https://p.dw.com/p/Iqqs
په پاکستان کښي يوه ديني مدرسه
په پاکستان کښي يوه ديني مدرسهانځور: AP

د هغو ديني مدرسو په جوړښتونو او نصاب کي اصلاحات راولي چي ورته د جهاد روزنتونونه او د اسلامپالو ځاله ګۍ ويل کيږي .

په 2002 م مېلادي کال کښي پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د جارج بوش د جګړې د ملاتړي په حيث د مدرسو د ريفورم پلان اعلان کړۍ او په امريکا کي يې د جارج بوش ادارې ته ډاډ ورکړۍ چي د مدرسو په نصاب کي به داسي تغيرات راولي چي په ترڅ کي به يې ساينسي علوم هم د نصاب برخه وګرځي . بل داچي ټوله مدرسې به مکلفه کړي چي ځان د حکومت سره ثبت کړي . دغه اعلان پاکستان پداسي حال کي وکړۍ چي دغه هيواد پخپله مخ په زیاتيدونکي ډول سره دداخلي اسلامپالو د ستونزي سره مخامخ ؤ .

ددغه نوي پلان اعلان د اتيامي لسيزي د ضياالحق د پلانونو بېرته راګرځول ول، چا چي د امریکا په غوښتنه د پاکستانۍ مدرسو څخه د جهاد روزنتونونه جوړ کړل تر څو د روزل سوو کسانو څخه د هغه وخت د شوروي او افغانستان په جګړه کي کار واخلي .

د 2002 م مېلادي کال د مدرسو په هکله د نوي تګلاري په ترڅ کي پاکستان هوډ څرګند کړی ؤ چي په مدرسو کي به د مسکينو کسانو اولادونو ته د ديني ښوونې تر څنګ د کمپيوټري، ساينسي او د ټولنيزو علومو د ترلاسه کولو اسانتياوي هم برابري کړي .

د پاکستان د ښوونې او روزنې د وزارت وياند عتيق الرحمن و فرانس پريس آژانس ته وويل چي د مدرسو د ريفورم د لګښتونو دپاره تقريبا 71 مليونه ډالره چي 5759 مليونه کلداري کيږي پلان سوي وې، خو حکومت ونسوای کولای دغه پلانونه عملي کړي .

د جميعت الاهل سنه يو مهم غړی مفتي ګلذار نعيمي وايي چي دپاکستان د کورنيو چارو وزارت د ډيرو مدرسو سره اړيکي ونيولې خو د مدرسو چلوونکو د حکومت مداخله ونه منله .

همداؤ چي د پاکستان حکومت په هغه پلان کي ناکامه سو چي غوښتل يې تقريبا د 8000 مدرسو نصاب او جوړښتونه اصلاح کړي .

د جمعيه اي حقانيه ديني مدرسه
د جمعيه اي حقانيه ديني مدرسهانځور: AP

د ښوونې اوروزنې د وزارت وياند عتيق الرحمن وايي چي د پاکستان حکومت د پلان د عملي کولو هڅې پېل کړي ،او پدې ترڅ کي يې د 333 مليونو کلدارو په مصرفولو سره مدرسو ته رسيدګي وکړه خو پاته 5426 مليونه کلداري مصرف نه سولې .

د پاکستاني حکومت د احصاييو له مخي په پاکستان کي تقريبا 15148 ثبت سوي مدرسې وجود لري ،چي پکښي تقريبا 2 مليونه زده کوونکي په ديني زدکړو اخته دي . د ديني شاګردانو دغه تعداد د پاکستان د ټولو زدکوونکو د شمېر 5 فيصده دی .

خو ګومان کيږي چي د هغو مدرسو شمېر هم په زرګونو وي چي د حکومت سره ندي ثبت او د مسکينو خلکو اولادونو ته مفته ديني ښوونه کوي . زياتره مسکين خلک چي خپل اولادونه مدرسو ته استوي، ددې جوګه نه وي چي د عامو ښوونځيو مصارف ادا کړي .

يوه مدرسه چه د پاکستاني پوځ لخوا بمباري سوې ده
يوه مدرسه چه د پاکستاني پوځ لخوا بمباري سوې دهانځور: picture-alliance/dpa

زياتره دغه مدرسې د ځايي او په خارج کښي اوسېدونکوپاکستاني تجارانو او بډايه خلکو په اقتصادي مرستو چليږي . دغه اقتصادي مرسته کوونکي پدې عقيده وي چي که د مسجد او مدرسې سره اقتصادي مرسته وکړي نو په عوض به يې په جنت کښي ځای وي .

هغه دېرش مدرسې کومو ته چي حکومت کمپيوټرونه ورکړي وه او د استادانو تنخواوي يې ورکولې اوس دا بيره لري چي ښايي نوري حکومتي اقتصادي مرستي تر لاسه نه کړي .

پدې ډول به د پاکستان لخوا اعلان سوی د مدرسو ريفورم کاملأ ټپ ودريږي او يوازي نوم به يې پاته سي .

AFPE/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی : محمد قاسم نوري