1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیمزیر: په افغانستان کې نسبي پرمختګونه شوي دي

مسعود جهش (دونیا حیالی/ زد دی اف)۱۳۹۱ آبان ۲۳, سه‌شنبه

د المان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، په ویلي دي چې په افغانستان کې نسبي پرمختګونه شوي دي. دیمزیر زیاته کړې ده چې افغان ځواکونو ته د پرمختللو تجهیزاتو تر ورکولو مخکې باید هغوی د دغو تجهیزاتو کارونه او ساتنه زده کړي.

https://p.dw.com/p/16hpr
انځور: dapd

د المان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، اوس په افغانستان کې د خپل هیواد له سرتیرو څخه لیدنه کوي. هغه له نزدې څخه د حالاتو د څارنې له پاره په یوې ملکي الوتکه کې تر کابله پورې سفر کړی وو خو له هغه ځایه وړاندې یې خپل سفر په یوه پوځي الوتکه کې پر مخ بیولی دی. د ZDF تلویزیوني شبکې د سه شنبې په ورځ د توماس دیمزیر سره د افغاسنتان د اوسني وضعیت او د دې هیواد د راتلونکې په اړه یوه مرکه کړې ده.

توماس دیمزیر غوښتل افغانستان ته په یوه ملکي الوتکه کې له سفر کولو سره یو سمبولیک عمل تر سره کړي چې هغه په دې کار وتوانید. په ملکي الوتکه کې افغانستان ته د هغه سفر کول د ټولو رسنیو پام ځان ته اړولی وو. د ZDF تلویزیوني شبکې له دیمزیر څخه وپوښتل چې هغه له دې کار سره غوښتل چې څه شی په اثبات ورسوي او دا چې د افغانستان په شمال کې امنیتي وضع څرنګه ده.

ZDF: ښاغلی وزیر، تاسو دا ځل په یوه پوځي الوتکه کې چې له توغندیو څخه په امن کې ده، افغانستان ته سفر و نه کړ. تاسو له دې سمبولیک کار سره څه شی غوښتل چې په اثبات ورسوﺉ؟

توماس دیمزیر: ما غوښتل چې وښیم چې امنیتي وضعه په تدریجي ډول د ښه کیدو په حال کې ده. او دا چې موږ په پشپړه توګه په ترمز کې (ازبکستان)  په خپلې پوځې اډې پورې تړلې نه یو. دویمه خبره دا، ما غوښتل چې لومړی کس اوسم چې دا کار تر سره کوي.

ZDF: خو تاسو بیا تر  کابله خپل سفر ته پو یوه پوځي الوتکه کې دوام ورکړ. تاسو همدا اوس وویل چې غوښتل مو وضعیت له نزدې وڅارﺉ، اوس مو [د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه] نظر څه دی؟

توماس دیمزیر: افغانستان ته زما د سفر اصلي هدف له یو ډیر شمیر افغانانو سره خبرې اترې وې. ما پرون (د ۲۰۱۲ کال د نومبر د ۱۲مه نیټه) په دې کار پیل وکړ او نن به هم دې کار ته دوام ورکړم. موږ وینو چې امنیتي مسوولیتونه په تدریجي ډول افغانانو ته سپارل کیږي. د افغانستان په شمال کې د امنیتي ځواکونو ۸۰ سلنه برخه افغانان دي او پاتې ۲۰ سلنه  بهرنیان دي. د افغان ځواکونو شمیر په هغو سیمو کې ډیر شوی دی چې موږ ورڅخه وتلي يو. دغه سیمې د افغانستان شمال ختیځ کې فیض آباد او په شمال لویدیځ کې د فاریاب ولایت دی. که څه هم وضعیت په ټولیزه ډول متزلزل دی خو بیا هم یو څه ثبات لري او امنیتي پېښې په تدریجي ډول د کمیدو په حال کې دي. موږ لا تر اوسه پورې هم په افغانستان کې دوه نور کاله وخت لرو. زه نه وایم چې هر څه «ګل و ګلزار» دي، خو موږ یو څه پرمختګونه کړي دي چې زه ورباندې ټینګار کوم.

ZDF: هغه کسان چې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي، د دې هیواد په هکله یو بل انځور لري. شاید د هغوی انځور له هغو شمیرو څخه جوړ شوی وي چې موږ یې له خپلو خبریالانو او هم نورو خبري رسنیو څخه تر لاسه کوو. د شنبې په ورځ یو بریتانیایي سرتیری په افغانستان کې ووژل شو چې په دې ترتیب سره په روان کې په افغانستان کې د ایساف د وژل شوو سرتیرو شمیر ۶۱ کسانو ته ورسید. په همدې حال کې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه هم ډیر شوي دي. دغو شمیرو ته په کتو سره بیا داسې نه ښکاري چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د ښه کیدو په حال کې وي.
 
توماس دیمزیر: د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې امنیتي وضعیت ډیر توپیر لري. د دې هیواد په شمال کې د نورو ځایونو په پرتله وضع ښه ده چې دا یوازې زموږ د هڅو پایله نه ده. اتیا سلنه امنیتي پېښې د افغانستان په شل سلنه برخو کې رامنځ ته کیږي. د «دوست-دښمن» بریدونو په اړه باید ووایم چې موږ هم له دغو بریدونو څخه په امان کې نه یو پاتې شوې او په دغه شان بریدونو کې مو خپل درې تنه سرتیري له لاسه ورکړي دي. خو د دې پېښې دوه کاله شوي دي. ډیر وخت کیږي چې پر موږ باندې دغه شان بریدونه نه دي شوي. خو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وضعه فرق کوي. د دې هیواد په درو شمالي ولایتونو کې هم موږ امنیتي ستونزې لرو. موږ باید د افغانستان د بیلابیلو سیمو انځورونه ولرو [د دې سیمو د وضعیت په اړه معلومات ولرو] او یوازې له دې لارې حقیقت ته رسیدای شو.

ZDF: په پلان کې ده چې د المان پوځ به په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه ووځي. له افغانستان څخه د وتلو د بهیر پر وړاندې کومې ستونزې موجودې دي؟ د بیلګې په توګه له افغانستان څخه د وتلو پر مهال ښايي د الماني ځواکونو د امنیت ټینګول یوه ډیره مهمه موضوع وي.

توماس دیمزیر: هو، له افغانستانه د وتلو او له دې هیواد څخه د پوځي تجهیزاتو د راایستو بهیر یوه ډیره پیچلې پروسه ده. موږ باید په داسې حال کې چې دغه مأموریت پر مخ بیایو، خپل بل مأموریت چې د افغان ځواکونو ملاتړ دی، له هیره و نه باسو. موږ باید په دې بهیر کې د خپلو سرتیرو ژوند خوندي وساتو. زموږ ځواکونه له فیض آباد څخه په بریالی توګه راووتل. موږ به په راتلونکي کال کې هم له ځینو سیمو څخه راووځو چې په اړه یې باید خبرې وشي. تر هغه وروسته به  موږ خپل پام مزار ته واړوو. خو زه باید دا خبره وکړم چې موږ له افغانستان څخه د راوتلو پر مهال لا ډیرو سرتیرو ته اړتیا لرو. له افغانستان څخه المان ته زموږ د پوځي تجهیزاتو او سرتیرو لیږدول یو پیچلی خو ممکن کار دی او موږ له یوې اوږدې مودې راهیسې د دې کار له پاره چمتوالی نیسو.

ZDF: ښاغلی وزیر، د افغانستان ملي اردو المانۍ وسلې غواړي. ایا د هغوی دغې غوښتنې  ته به مثبت ځواب ورکړل شي؟

توماس دیمزیر: د افغانستان ملي اردو تر یوه حده پورې تجهیز شوې ده. زما افغان سیال [د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي] د الوتکو، څرخي الوتکو، درنو وسلو او توپخانو غوښتنه کوي. زموږ ستونزه [د افغان پوځ له خوا] له دغو وسلو څخه په اوږدې موده کې د کار اخیستلو، ترمیمولو او کارولو په برخو کې ده. کله چې دلته [په افغانستان کې افغان امنیتي ځواکونه] یوه نقلیه وسیله تر لاسه کړي، او له هغې څخه کار واخلي، که هغه خرابه شي، هغوی بیا حیران پاتې وي چې څه وکړي. له دې کبله افغانانو ته د [پرمختللو] تجهیزاتو ورکول، ستونزه له منځه نه شي وړی بلکې باید د دغو تجهیزاتو ساتنه او د هغوی ترمیم هم په پام کې ونیول شي. که افغان پوځ ته بیلا بیلې پر مختللې وسلې او الوتکې وکړل شي دا به څه ګټه ورسوي؟ په دې ترتیب د هغوی ساتنه ډیره مهمه خبره ده. د دې له پاره چې افغان پوځ سل په سلو کې چمتو او تجهیز شي، ډیر وخت ته اړتیا شته. د افغان امنیتي ځواکونو اصلی هدف د خپل هیواد د امنیت ټینګول دي. د دې هدف له پاره چې هغوی کومو تجهیزاتو ته اړتیا لري ورته ورکړل شوي دي.

دیمزیر وویل چې افغان پوځ ته لا تر اوسه د پر مختللو هوایي وسلو د ورکولو وخت نه دی رسیدلی.
دیمزیر وویل چې افغان پوځ ته لا تر اوسه د پر مختللو هوایي وسلو د ورکولو وخت نه دی رسیدلی.انځور: dapd
توماس دیمزیر غوښتل افغانستان ته په یوه ملکي الوتکه کې له سفر وکړ.
توماس دیمزیر غوښتل افغانستان ته په یوه ملکي الوتکه کې له سفر وکړ.انځور: dapd