1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیمن په هکله د سولې لانجمنی خبری

کنیپ کیرستین /گل غوټۍ پوپل ۱۳۹۴ خرداد ۲۳, شنبه

په ژنیو کی د یمن په هکله د سولې تر خبرو اترو لږ مخکی دواړه خواوی نه غواړی یوه تفاهم ته چمتووالی وښیي.

https://p.dw.com/p/1Fgk8
انځور: Reuters/Mohamed al-Sayaghi

د یمن په هکله د سولې د خبرو تر پیل لږ مخکی ، د سعودی عربستان هوایی ځواکونو د صنعا پر تاریخي ښار بمبارۍ وکړې چی په نتیجه کی یې لږ ترلږه اوه تنه ملکی کسان ووژل سول. په عین حال کی څلور هغه تاریخی ودانۍ هم له منځه ولاړې چی د یونسکو د خوا په کلتوری میراث کی شاملی سوي دي، چی دا کار د سختو انتقادونو سره مخامخ سو. خو دا چی دا کار به پر دواړو دښمنو ډلو کومه اغیزه واچوي او که نه ، په ژنیو کی به د ملگرو ملتو د خوا د سولې په اړه پر لاره اچولو خبرو اترو کی معلومه سي. د ملگرو ملتو په حواله دغه خبری اتری د یکشنبه څخه د دوشنبه ورځي ته وځنډول سوې.

د خارجی سیاست په برخه کی د آلمانۍ ټولنی څخه زبستیان زونس په نظر دغه خبری اتری به آسانه نه وي. د هغه په نظر خبره به په خاص ډول سعودی عربستان ته متوجه وي. دغه شاهي دولت د یوې خوا د حوثی یاغیانو پرضد مبارزه کوي ، او د بلی خوا غواړی په یمن کی خپل زور او قوت ښکاره کړي. هغه زیاتوي

« د یوې خوا سعودی عربستان غواړی چی ایران ته وښیی چی د یمن پر سیاسي پر مختگ باندی اغیزه اچولی سي او د بلی خوا غواړی هغه ته وښیی چی دوی نه غواړی د ایران په ملاتړ حوثي یاغیان پر قدرت راسي. همدارنگه د سعودی مشرتابه غواړی خپل اولس ته هم قوت ښکاره کړي. تر ټولو د مخه دغه ډول بریدونه متحده ایالاتو ته هم یو واضح زیگنال دی. دا ځکه چی امریکایانو وکولای سول چی ایران د خپل اټومي پروگرام په تړاو بیرته د مذاکرې میز ته راوبولي. سعودی عربستان اوس ددې څخه بیره لری چی د متحده ایالاتو دوهمه درجه متحد حساب سي.»


په یمن کی جگړه د سوریې او عراق د کړکیچ له امله هم رامنځته کیږي. دغه دواړه هیوادونه د سونیانو په ملاتړ سعودی عربستان او د شیعه گانو په ملاتړ ایران د پاره په یوې صحنې تبدیل سوي دي. په دغه جگړه کی ریاض د تهران په مقایسه لنډه لار په مخکی نیولې ده. دا ځکه چی ایران هم په عراق او هم په سوریې کی خپل قوي نفوذ ثابت کړی دی. سعودی ددې څخه بیریږی چی کیدای سي ایران د شیعه حوثی یاغیانو د لاری په یمن کی هم خپل نفوذ پیدا کړي. په سیمه کی د سُني دولتونو د پاره دا یو گواښوونکی عمل دی. دوی بیره لری چی په سیمه کی به خپل قوت وار په وار د لاسه ورکړي.

د سعودی عربستان علاقه مندۍ

د زبستیان زونس په نظر د ژنیف په غونډه کی به سعودی عربستان تر ټولو د مخه د خپلو گټو پر تضمینولو باندی ټینگار وکړي ، هغه زیاتوي!« سعودی عربستان به هغه وخت د سولې په اړه تړون سره موافقه وکړی چی حوثي یاغیان د نوي حکومت فقط په ډیرو کوچنیو برخو کی گډون وکړي.»


خو د زونس په نظر دغه طرحه د حوثي یاغیانو د غوښتونو مخالف ده او دوی غواړی چی د هیواد په سیاسي پروسه کی ورشامل سي. د قیقاً همدغه غوښتنه په تیرو وختونو کی په په پام کی نه وه نیول سوې او ځکه نو هغوی په تیرو میاشتو کی ځانونه په وسلو سمبال کړي دي.