1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیميزیر په ملکي الوتکه کې افغانستان ته سفر کړی دی

۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16h3y

د المان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، د المان د کابیني لومړنې غړی دی چې په ملکي الوتکه کې یې پرته له نظامي ملاتړ افغانستان ته سفر وکړ. د المان د مسیحي دموکرات گوند (CDU) دغه سیاستوال په یوه غیرپوځي دولتي الوتکه کې د برلین څخه والوت او نن سهار وختي د شپږ ساعته مستقیم پرواز وروسته مزار شریف ته رسیدلی دی. تر اوسه پورې چې به د المان د دولت غړو افغانستان ته سفر کاوه، نو د امنیتې دلایلو له مخې به لومړی ازبکستان ته تلل او له هغه ځایه به یې په یوه پوځي الوتکه کې چې په توغندیو به سنبال وه، افغانستان ته سفر کاوه.