1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیمپسي: «اسلامي دولت» لا تراوسه یوازې سیمه ییز گواښ دی

اسوشیتد پرس/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ شهریور ۳, دوشنبه

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارتین ديمپسي ویلي چې دی به هغه وخت په سوریه کې د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې پرضد د مستقیمو پوځي عملیاتو سپارښتنه وکړې چی دغه ډله د متحده ایالاتو خاورې ته مستقیم گواښ پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/1D0Lb
انځور: Getty Images

جنرال دیمپسي دغه خبرې له خبریالاتو سره د یکشنبې په ورځ په یوه پوځي الوتکه کې چی افغانستان ته پر لاره وه، وکړې. په پام کې ده چې نوموړی په افغانستان کې په هغې یوې لمانځنه کې گډون وکړي، په کومه کې چې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف دانفورد، په دغه هیواد کې له خپلې دندې استعفاء کوي او قومانده جنرال جان کیمپبیل ته سپاري.

«اسلامي دولت» نومې ترهگرۍ ډلې په عراق کې ډیر پر مختگ کړی او په سوریه کې یې هم خوندي اډې جوړې کړي دي. تر اوسه پورې د اوباما ادارې د نوموړې ډلې پر ضد خپل پوځي عملیات یوازې، هغه هم د هوایي بمباریو په چوکاټ کې تر عراق پورې محدود کړي دي. خو د دغې زور پالونکې ډلې په هکله اندیښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې هغې د سوریې له سرحدي سیمو څخه نیولی د عراق تر شمال او لویدیځ پورې یو لویه سیمه تر خپل کنترول لاندې راوستله.

خو د جنرال دیمپسي په نظر «اسلامي دولت» ډله لا تراوسه یوازې د یوه سیمه ییز خطر په توگه پاتې ده: «هغه لا تراوسه د امریکا متحده ایالاتو او اروپا پر ضد د حملو پلان نه لري.» دغې ډلې وروسته له هغې چې د جون په میاشت کې د عراق د موصل ښار ونیو، د یو «اسلامي دولت» یا « اسلامی خلافت» اعلان یې وکړ. له دې مخکې د دغې ډلې نوم د «عراق او شام اسلامي دولت» وو چې عربي مخفف یې «داعش» کیږي.

د متحده ایالاتو د ټولو ځواکونو لوی درستیز خبریالانو ته چې له هغه سره د افغانستان پر لور سفر کې ملگري دي وویل چې نوموړی باور لري چې په سیمه کې «کلیدي متحدین» لکه اردن، ترکیه او سعودي عربستان د «اسلامي دولت» د ډلې په ټکولو کې له متحده ایالاتو سره مرسته کوي. دیمپسي چې په روانه شخړه کې د لومړي ځل له پاره یې د عربي هیوادونو د خواخوږۍ په هکله خوشبیني څرگنده کړه، وویل: «زه فکر کوم چې داعش یوه ډیره بې رحمه ډله ده او خپل ځان ته یې افراطی مذهبي مشروعیت ورکړی چې هر چا ته گواښ کوي. زه فکر کوم چې نوموړي هیوادونه په خپله خوښه زمونږ تر څنگ دریږي.»

نوموړي امریکايي جنرال «اسلامي دولت» نومې ډله په یمن کې د القاعدې د څانگې له ډلې سره چې په عربې نیمه ټاپو کې فعالیت لري او د متحده ایالاتو او اروپا پر ضد د حملو بندوبست کوي، د پرتله کیدو وړ ونه گڼله: «داسې نخښه نښانه نه لیدله کیږي چې د اسلامي دولت ملیشې دې زموږ د هیواد پر ضد توطئو کې مستقیم لاس ولري، دا له هغه څه څخه توپیر لري چې موږ یې په یمن کې وینو.»

د متحده ایالاتو د ټولو ځواکونو لوی درستیز خبریالانو ته وویل: «زه کولای شم چې تاسو ته په څرگنده توگه ووایم که چیرې نوموړی تهدید په سوریه کې موجود وي، نو دا زما ټینگه سپارښتنه ده چې له دې ستونزې سره باید مقابله وکړو.» هغه وویل: «زه پوره ډاډه یم چې د متحده ایالاتو ولسمشر له دې سره تعامل کوي.»

د اوباما ادارې د عراق په شمال کې د امریکایي «پرسونل او تأسیساتو» د ساتنې او د کردي او عراقي ځواکونو سره د مرستې له پاره د نوموړې ډلې پر ضد د هوايي بمباریو امر ورکړی دی. د وروستیو ورځو هوايي بریدونه تر زیاتې کچی د موصل د اوبو بند ته څیرمه ځیر وو. دغه بند د «اسلامي دولت» نومې ډلې د ملیشو له خوا نیول شوی وو، خو اوس ویل کیږي چې دغه بند بیرته د عراقي او کردي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.