1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانان باید په افغانستان کې پاتې شي»

اژانسونه/ ستار جهش۱۳۹۴ آذر ۲۷, جمعه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر دې هیواد ته د افغان مهاجرو د راتګ په اړه پر خپل دریځ ټینګار وکړ. همداراز د «پرو ازول» په نامه د مهاجرو مدافع سازمان ګواښ کړی دی چې د اروپایي اتحادیې پر پولو بشري حقونه تر پښو لاندي کیږي.

https://p.dw.com/p/1HPc9
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان پارلمان د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۱۷ نیټه) په افغانستان کې د دې هیواد د پوځ نوی ماموریت تصویب کړ چې په کې په افغانستان کې د میشتو آلماني پوځیانو شمیر له ۸۵۰ څخه ۹۸۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، د مهاجرت په برخه کې د اروپایي اتحاديي له کمیسار دیمیترس افراموپولوس، سره په یوې آزادې مباحثې کې وویل چې د افغانستان د ثبات له پاره ډیری پانګونې شوي دي نو ځکه باید له افغانستان څخه ډله ییز مهاجرت ادامه و نه مومي. دیمیزیر وویل: «موږ باید دا اجازه ور نه کړو چې دا شمیر با استعداده ځوانان خپل هیواد پریږدي.» د آلمان د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل چې باید دا ځوانان بیرته خپل هیواد ته د تګ له پاره وهڅول شي.

د کډوالو د حقوقو مدافع سازمان: بشري حقوق تر پښو لاندې کیږي

همداراز د «پرو ازویل» سازمان چې په آلمان او اروپا کې د مهاجرو له حقوقو څخه دفاع کوي، د اروپایي اتحاديي د غړیو هیوادونو مشرانو او حکومتونو ته د دې اتحادیي د مشرانو په کنفرانس کې د «د بشري حقوقو تر پښو لاندې کیدو» په اړه ګواښ ورکړ.

د آلمان په فرانکفورت ښار کې د پنجشنبې په ورځ دې سازمان وویل چې د فرونتکس سازمان چې د اروپایي اتحادېې د پولو ساتنه کوي، اصلي هیوادونو ته د مهاجرینو له بیرته استولو سره بشري حقوق تر پښو لاندې کوي.

پرو ازول سازمان وايي چې په پولو کې د مهاجرینو ردول او د افغان او ایراني مهاجرو بیرته افغانستان او ایران ته استونه د منلو وړ نه دي. دې سازمان د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل، څخه غوښتنه کړي ده چې د فرونتکس سازمان د پراخولو له پاره د اروپایي اتحادیې د کمیسون د پریکړې د عملي کیدو مخنیوی وکړي.

ګونتر بورکهارد د دې سازمان ریس د آلمان حکومت هغې اعلامیې ته اشاره وکړه چې میرکل په کې ویلي دي: «په ۲۱مې پیړی کې د مهاجرو پر وړاندې د موانعو درول یوه معقوله لاره نه ده».

پرو ازول سازمان ګواښ کړی دی چې د اروپایې اتحاديې کمیسون د دې طرحې له عملي کیدو سره کیدای شي د اروپایې اتحادیې پر پولو بشري حقوق تر پښو لاندې شي.

په افغانستان کې د آلمان پوځ له پاتې کیدو سره مخالفت

په افغانستان کې د آلماني پوځ د ماموریت پر دوام د آلمان د کین اړخو ګوند خپل مخالفت ښودلۍ دی او د دې هیواد د زرغون ګوند ځینو غړو بیا د دې طرحې ملاتړ کړی په داسې حال کې چې یو شمیر غړو یې د هغې پر وړاندې مخالفت ښودلی دی. سربیره پر دې چې د آلمان حاکمه ائتلاف په افغانستان کې خپلو ځینو ماتو ته هم اشاره کوي خو بیا هم وايي چې باید د افغانستان حکومت یوازې پاتې نه شي.

په افغانستان کې د دې هیواد د ځواکونو د روزنې او مشورې له پاره د ناتو تر قاطع ملاتړ نامه لاندې ماموریت کې د آلمان د پوځ ونډه د ۲۰۱۶ کال تر پاې پورې تمدیده شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب