1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیمیزیر: په افغانستان کې باید خپلې لاس ته راوړنې خوندي وساتو

۱۳۹۱ مهر ۲۶, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16RXJ

د المان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ژر تر ژره او غیر عاقلانه وتلو څخه خبردارې ورکوي.

دیمیزیر له یوې ورځپاڼې سره په خبرو کې د چهارشنبې په ورځ وویل چې که المان بې له فکر کولو څخه د افغانستان څخه ووځي نو ټول هغه څه به له لاسه ورکړي چې په تېرو کلونو کې یې په لاس راوړي دي.

ده زیاته کړه چې که څه هم د افغان ځواکونو روزل په ښه لاره روان دي خو بیا هم نړیواله ټولنه په دې لاره کی د بشپړ بریالیتوب خبري نه شي کولای. د هغه په خبره دا به غلطه وي چې نړیوال ځواکونه د افغانستان څخه ووځي پرته له دې چې په دې خبرې مطمین وي چې دغه هیواد د دې توان لري چی خپل امنیت په خپله وساتي.

په عین حال کې دیمیزېر دا خبره هم کړې ده چې له افغانستان څخه د المان د ځواکونو د راوتلو وخت معلوم دﺉ. هغه په دې ترتیب سره ۲۰۱۴ کال ته اشاره وکړه خو ویویل چې تر دې نیټې وروسته به هم المان د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.