دیوید پیتریوس له خپلې دندې استعفأ وکړه
۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه
جنرال دیوید پیتریوس د جمعې په ورځ په ناڅاپي ډول خپله استعفأ اعلان کړه. د امریکا د استخباراتي ادارې په حواله پیتریوس ویلي دي چې د یوې «بهرنۍ اړیکې» له کبله یې خپله دنده پرې ایښې ده.
جنرال پیتریوس په یوه بیانیه کې ویلي دي: «۳۷ کاله کیږي چې ما واده کړی دی خو بیا هم ما د یوې [نامشروع] بهرنۍ اړیکې په ټینګولو سره ډیر غلط قضاوت وکړ.» په بیانیه کې زیاته شوې ده: «دغه شان چلن نه د یوه میړه په توګه او نه هم زموږ په شان [CIA] د یوه سازمان د مشر په توګه د منلو وړ دی.»
بارک اوباما چې تازه د دویم ځل له پاره د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه ګومارل شوی دی د پیتریوس استعفأ لیک یې د پنجشنبې په ورځ تر لاسه کړی وو. هغه د پیتریوس د کار ستاینه کړې ده.
ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کې ویلي دي: «له هر نظره هغه [پیتریوس] د خپل وخت یو له ډیرو ښو جنرالانو څخه وو. هغه زموږ له پوځ سره مرسته وکړه چې د نوو ننګونو پر وړاندې ودریږې او زموږ پوځیان یې په افغانستان او عراق کې د یوې ډیرې مهمې دورې پر مهال رهبري کړل.»
د امریکا د ملي استخباراتو ادارې مشر جیمز کلپر، هم یوه بیانیه خپره کړې ده چې په یوه برخه کې يې راغلي دي: «د دیوید د ګوښه کیدو پریکړه زموږ د ملت له پاره د یوه ډیر محترم عامه خدمت کوونکي ګوښه کیدل دي.»
دیوید پیتریوس په ۲۰۱۱ کال کې د اوباما له خوا د امریکا د استخباراتي شبکې د مشر په توګه وګومارل شو. هغه په دې کال کې له پوځ څخه تقاعد کړی وو. پیتریوس د امریکا په پوځ کې د ۳۷ کلونو له پاره خدمت کړی دی.
پیتریوس په په ۲۰۰۷ کال کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو مشر وټاکل شو. تر هغه یو کال وروسته بیا دغه امریکايي جنرال د افغانستان، عراق او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکايي ځواکونو عملیات څارل. په ۲۰۱۰ کال کې جنرال پیتریوس افغانستان ته ولاړ او په دغه هیواد کې یې د امریکايي ځواکونو مشري پر غاړه واخیسته.
مسعود جهش (AFP, AP, Reuters)
کتونکی: سید ریاض