1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دېميزير د رد شوو مهاجرو قاطع اخراج وغوښت

۱۳۹۶ مرداد ۲۲, یکشنبه

توماس دېميزير، د رد شوو پناه غوښتونکو قاطع اخراج غوښتی دی، که څه هم چې په ځينو خاصو مواردو کې ښايي دا يوه ډېره کلکه او کوټلې فيصله وي. هغه دا هم ويلي دي چې په ښکاره ډول بايد حاکم حقوقي مقررات پلي شي.

https://p.dw.com/p/2i8au
Deutschland Verfassungsschutz-Symposium zu islamistischen Terror
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د آلمان د کورنيو چارو وزير، توماس دېميزير، د «وېلټ ام زونتاګ» ورځپاڼې ته ويلي دي چې «په آلمان کې د کډوالو د اخراج د موضوع په پلويتوب نظر حاکم دی، خو په ځينو خاصو مواردو کې بيا دغه خبره بېرته رديږي هم.»

هغه اضافه کړه چې «زه پوهيږم چې شخصي روابط له په اخراج مکلفو کسانو سره د پيوستون او خواخوږي سبب ګرځي»، خو د ده په خبره «هغه به ډېره خرابه پايله ولري که د حقوقي دولت په رڼا کې د دې خبرې دقيق تفريق چې څوک دلته پناه ته اړتيا لري او په کومو انسانانو پورې بيا دغه خبره صدق نه کوي، بالاخره کومه پايله او نتيجه ونه لري.»

د آلمان د کورنيو چارو وزير دا هم وويل چې د کډوالو د راټيټو شوو شمېرو سربېره هم اروپا ته د راتلونکو انسانان کچه لا تر حده جګه ده. دېميزير د مديترانې سمندرګي د لارې د خلکو خطرناکو سفرونو ته اشاره وکړه، ويې ويل:

«يوازې د دغه حقيقت په درک سره چې په افريقا کې د تېښتې پر مهال يا له مديترانې سمندرګي څخه د تېرېدو پر وخت تر اوسه لا خورا ډېر انسانان مړه کيږي، نو اروپا ته د غير قانوني کډوالۍ شمېرې له دې کبله په څرګند ډول لوړې دي.»

د آلمان د کورنيو چارو وزير، توماس دېميزير، د خپلو اصلي هېوادونو له خوا د رد شوو کډوالو په بېرته منل کېدو کې هم بهتره همکاري غواړي. د «سي دي يو» ګوند دغه سياستوال د «وېلټ ام زونتاګ» ورځپانې ته ويلي دي چې په نورو اروپايي هېوادونو کې هم د اخراج مساله لا په عمل کې له خنډونو سره مخامخه ده. د ده په وينا «ډېري وخت آسانه نه ده چې د کډوالو هېوادونه رد شوي پناه غوښتونکي د خپلو اتباعو په صفت ومني او دې ته آماده هم شي چې بېرته يې ورپرېږدي.»

خو دا په داسې حال کې ده چې په تېره د مغرب له هېوادونو سره په دغه برخه کې ښې لاسته راوړنې هم شوې دي. دېميزير يو ځل بيا د ويزو د ورکولو په چارو کې د سختوالي غوښتنه وکړه، څو اصلي هېوادونه، که اړتيا يې وي، د رد شوو پناه غوښتونکو په منلو کې لا ډېرې همکارۍ ته وهڅول شي. د دېميزير په قول: «هغه هېواد چې خپل اتباع بېرته نه مني، د دې توقع نه شي لرلای چې موږ به د هغه هېواد له مخکښه قشر سره د ويزو په صادرولو کې ښه چلن وکړو.» دېميزير زياته کړه: «زه له اروپايي اتحاديې څخه هم غواړم چې زيات فشار دې وارد کاندي.»

ياد وزير دغه غوښتنه په پسرلي کې هم مطرح کړې وه. رد شوي پناه غوښتونکي ډېر ځله د خپلو هېوادونو د معتبرو اسنادو د نشتوالي له کبله بېرته نه شي لېږل کېدای. کله چې کوم کډوال اسناد ونه لري، نو د هغه له اصل هېواد څخه بل پاسپورټ او بشپړه اسناد راغوښتل کيږي. خو د دغه کار د سر ته رسېدلو له پاره بايد نوموړی هېواد خپل تبعه په رسميت هم وپېژني.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.03.2017):