1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آخرت په انتظار د منزوي شوې کورنۍ بل غړی ونيول شو

۱۳۹۸ مهر ۲۶, جمعه

د هالنډ پوليسو د يوې منزوي شوې کورنۍ شکمن پلار هم نيولی دی. داسې شواهد شته چې هغه ښايي په يوې تندلارې مذهبي فرقې پورې تړاو ولري.

https://p.dw.com/p/3RVsP
Niederlande, Ruinerwold Familie lebt jahrelang im Keller eines Bauernhofs
انځور: picture-alliance/dpa/W. Bijzitter

چارواکو ويلي چې دغه ۶۷ کلن سړی یې د آزادۍ د سلب، د خلکو روغتيا ته د زيان په تور او د پيسو د سپينولو په ادعا نيولی دی. پوليس په دې هکله هم تحقيق کوي چې آيا »کوم مشخص مذهب يا کومه فلسفه« د دغې قضيې تر شا شتون لري، که څنګه. د ډېرو رسنيو د راپورنو په حواله د سويلي کوريا د »وحدت کليسا« سره تړاو موجود دی چې يوه مذهبي فرقه هم بلل کيږي چې غړي يې په خپل مړه شوي بنسټ ايښودونکي، سون ميونګ مون، په ياد مونيان بلل کيږي.
دغه عجيبه او غريبه قضيه د يکشنبې په ورځ رابرسېره شوې وه کله چې په يوه فارم کې مېشت يوه زلمي په يوه رستورانت کې د مرستې غوښتنه کړې وه. د روينرولد کلي ته څېرمه په دغه فارم کې تر تلاشۍ وروسته پوليسو په »يوه کوچني قلف شوي اتاق« کې د کورنۍ پلار او د هغه ادعا شوي ماشومان چې د ۱۸ او ۲۵ تر منځ عمرونه يې لرل، وموندل. پوليسو په يوه بيانيه کې ويلي چې دغه ډله ادعا کوي چې »يوه کورنۍ ده.« په خبره يې »دغو خلکو احتمالاً د ۲۰۱۰ کال راهيسې په دغه کور کې ژوند کړی او له ټولنې څخه بشپړ منزوي ول.« چارواکي داسې فکر کوي چې دغه شپږ ځوانان »په خپله خوښه په فارم کې نه اوسېدل.« داسې ويل کيږي چې دغې کورنۍ »آخرت« ته انتظار ايستلی وو. 

Niederlande Polizei durchsucht Bauernhof in Ruinerwold
هالنډي پوليسو دغه فارم تلاشي کړی دیانځور: picture-alliance/Pro Shots/M. Bulder

تر مخه نيول شوی کس بندي پاته کيږي

هغه تر مخه نيول شوی ۵۸ کلن اتريشی اوس د پلټونکي قاضي په وړاندې حاضر شوی دی چې ښايي يو څو اوونۍ په تحقيقاتي بند کې پاته شي. نوموړي دا فارم اجاره کړی وو چې لومړی په پلټنو کې د خنډ جوړولو له کبله نيول شوی وو. اوس ورباندې د آزادۍ د سلب او د پيسو د سپينولو په قضيه کې د ونډې لرلو تور هم پورې کیږي. درو نورو کسانو د هالنډ خبري اژانس ای ان پي ته په دې ترڅ کې ويلي دي چې هغوی د ۶۷ کلن سړي ماشومان دي. د هغوی په خبره خپل فاميل يې اته کاله پخوا پرې ايښی وو چې له هغه وخت راهيسې يې د هغوی په اړه نور هيڅ نه وو اورېدلي.

ust/ml (afp, dpa, politie.nl)/ن ص/م ک ص