1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آريانا افغان هوایي شرکت په اړه اندیښنې

۱۳۹۱ مهر ۲۲, شنبه

د اريانا افغان هوايي شرکت ته په جګړو کي ډیر تاوان رسیدلی دئ. افغان حکومت د دې شرکت د معیاري کولو هڅې کوي، خو بیا هم هغه د اروپا په تور ليست کي دئ.

https://p.dw.com/p/16PTQ
انځور: AP

د ولسي جرګې یو شمیر غړي نیوکه کوي چې افغان آریانا هوایي شرکت د مافیایي کړیو په لاس کې دئ او د الوتکو او د پرواز د مصئونیت له پاره په کې هیڅ ګام نه دئ پورته شوی.

د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش، وایي چې چې آریانا شرکت باید په عصري الوتکو سبمال شي که نه نو له ماتې سره  مخامخ کیدو ته ئې څه نه دي پاتې. میرمن دانش د شنبې په ورځ په کابل کې له دویچه ویله سره د خبرو پر مهال وویل چې آریانا د ضعیفه مدیریت له امله له اوسنیو ستونزو سره لاس او ګریوان دئ. هغې زیاته کړه:

«ولي د آریانا شرکت له نورو هیوادونو څخه د الوتکو د په کرایه کولو پر ځای په دغو پیسو د خپلو مساپرو د اعتماد  له پاره خپلې موجودې الوتکې په معیار نه برابروي. زه فکر کوم چې مافیا دا شرکت په لاس کې اخیستې ده او غواړي له ماتې سره ئې مخامخ کړي.»

د میرمن دانش په خبره د آریانا شرکت مشرتابه د ډیوالي شوي پامیر هوايي شرکت ځیني الوتکې په لوړه بیه پیرلي په داسي حال کې چې هغه الوتکې په هیڅ راز نړیوالو معیارونو برابري نه دي. میرمن دانش په دې معامله سخته نیوکه کوي او هغه د افغان حکومت په زیان بولي. خو د آریانا شرکت مشر نصیر احمد حکیمي، دا تورونه ردوي او وايي چې د دوي الوتکې د اروپا د  خوندي توب په معیار برابري دي. هغه وویل: «د الوتکو د نه معیاري توب خبري چې نن صبا کیږي دا زموږ په ټولنه کې عامې شوي دي، خو الوتکه که د سلو کلونو هم وي چې په سمه توګه ترمیم شي او پر وخت ئې غم وخوړل شي نو کولای شي چې پرواز وکړي.»

د آریانا هوايي شرکت اوس د صافي، کام ایر او یو شمیر نورو نړیوالو شرکتونو ترڅنګ په افغانستان کې فعالیت کوي. دغه شرکت د یو شمیر عربي ملکونو په ګډون ترکيي او ګاونډیو هیوادونو ته الوتنې کوي خو له څه باندې دوو کلونو راهیسې ئې اروپا ته الوتنې بندې شوې دي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش