1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آریانا هوايي شرکت د ډیوالي کولو هڅې کیږي»

۱۳۹۱ مرداد ۹, دوشنبه

د آریانا افغان هوايي شرکت رئیس وایي چې یو شمیر مافیايي کړۍ چې په افغان حکومت کې غښتلي امکانات لري هڅه کوي چې یاد شرکت له ډیوالي کیدو او ماتې سره مخامخ کړي.

https://p.dw.com/p/15gPH
انځور: AP

آریانا افغان هوایي شرکت په افغانستان کې یوازینی دولتي هوایي شرکت دئ چې اوس د ملک دننه او ځينو بهرنیو هیوادونو ته الوتنې کوي.

د آریانا هوایي شرکت رئیس بصیر احمد حکیمي، وایي چې مافیايي کړۍ غواړي چې دغه هوایي شرکت له ورشکستگۍ سره مخامخ  کړي او په ملي او نړیواله کچه ئې بد نام کړي. حکیمې په دې لړ کې د کوم چا نوم افشا نه کړ:

«هغه ستونزې چې موږ ئې لرو تر هغه څه ډیرې دي چې تاسو ئې تصور کوئ. یعنې یو شمیر شرکتونه او لوړ پوړي حکومتي چارواکي غواړي چې آریانا له ماتې سره مخامخ کړي او الوتنې ئې په ټپه ودروي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې یو شمیر غړي هم د دغه شرکت پر مشرتابه باندې نیوکې کوي. ځينې وکیلان وایي چې د آریانا افغان هوایي شرکت مشرتابه په پراخ مالي فساد کې ډوبه ده او که د دغه  فساد مخه و نه نیول شي نو ډیر ژر به د آریانا شرکت له ډیوالي کیدو سره مخامخ شي.

آریانا افغان هوایي شرکت وایي چې ډیر شمیر دولتی ادارې ئې پوروړي دي.
آریانا افغان هوایي شرکت وایي چې ډیر شمیر دولتی ادارې ئې پوروړي دي.انځور: Getty Images

د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز، د آریانا هوایي شرکت په مشر نیوکه کوي چې په ورستیو وختونو کې ئې د پامیر ډيوالي شوي هوايي شرکت زړي الوتکې په لوړه بیه پيرلي دي. د میرمن عزیز په خبره له دې کار سره پر آریانا هوایي شرکت باندې د مسافر اعتماد له منځه تللی دئ:

«تاسو د پامیر شرکت زړې او له کاره لویدلې الوتکې اخیستي دي... ایا نه کیدل چې په دې پیسو لږ تر لږه یوه نوې الوتکه اخیستل شوې وای.»

د پارلمان یوه بل وکیل بیا تور ولګاوه چې د آریانا هوایي شرکت په ځينو بهرنیو ملکونو کې داسې کسان د خپلو مشرانو په توګه په کار گمارلي دي چې په مالي فساد کې ډوب دي او د دغه شرکت پیسې چې په ملت پورې اړه لري پخپلو جيبو کي اچوي.

د ولسي جرګې غړی حاجي نقیب الله، وایي چې د آریانا افغان هوایي شرکت د کابل د څانگې مشران هرو مرو له خپلو یادو مفسدو کسانو سره ارتباط لري او ترینه ګټه اخلي چې د هغوي د کار مخه نه نیسي:

«افغان اریانا هوایي شرکت له ترکیې څخه ډیر وخت الوتکې په کرایه نیولي دي. موږ داسې اسناد په لاس کې لرو چې په ترکیه کې د اریانا استازو د الوتکو د په کرایه نیولو په تړونونو کې اختلاس کړی دئ. ولي تاسو د دغو کسانو په محاکمه او یا لږ تر لږه بر طرفه کولو لاس نه پورې کوئ.»

دا په داسي حال کي ده چې د آریانا هوايي شرکت رئیس نصیر احمد حکیمي، وایي چې هغوی د آریانا پر کارکوونکو ټول لگېدلي تورونه څیړلي دي.

هغه زیاتوي چې اوس اریانا په افغانستان کي له خصوصي هوایي شرکتونو سره ښه سیالي کوي خو که چیرې ئې حکومتي ادارې پورونه ورکړي دوی کولای شي چې ډیرې نوې الوتکي رانیسي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش