1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

«د آسیا جام سږنۍ لوبې په متحدو عربي آماراتو کې کیږي»

۱۳۹۷ فروردین ۲۱, سه‌شنبه

د کریکټ د آسیا جام سږنۍ سیالۍ د هند پر ځای په متحدو عربي آماراتو کې کیږي. د آسیا کریکټ شورا دا اعلان وروسته له هغې کړی چې پاکستان په هند کې د دغه جام سیالیو کې له لوبیدو انکار وکړ.

https://p.dw.com/p/2vnPE
Symbolbild Cricket Ball Schläger und Handschuh
انځور: Fotolia/S.White

دغه سیالۍ چې هر دوه کاله وروسته تر سره کیږي، په پام کې وه چې سږکال په سپتمبر میاشتې کې په هند کې تر سره شوې وای. خو د پاکستان کریکټ بورډ (پي سي بي) په دې هکله غبرګون ښوولی وو او په یوه بل ځای کې د دغو سیالیو د تر سره کیدو غوښتنه يې کړې وه.

د آسیا کریکټ شورا د پراختیایي چارو منیجر سلطان رانا، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «سږنۍ آسیا جام سیالۍ له هند څخه متحدو عربي آماراتو ته انتقال شوي دي او د سپتمبر له ۱۳ څخه به تر ۲۸ نیټې پورې دوام ومومي.»

هند له پاکستان سره په ۲۰۰۸م کال کې د ممبۍ تر بریدونو وروسته د کریکټ دوه اړخیزې اړیکې وځنډولې. نوی ډهلی د دغه بریدونو تور د پولې بلې غاړې میشتو یاغي ډلو باندې لګوي.

خو هند له پاکستان سره نړیوالې لوبې لکه په ۲۰۱۶م کال کې په بنګله دیش کې آسیا جام سیالۍ، په هند کې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام او همداشان په ۲۰۱۷م کال کې په انګلستان کې د چمپین ټرافي سیالۍ کې ولوبید.

دا په داسې حال کې ده چې آسیا جام سیالۍ په ۱۹۸۴م کال کې له پیلیدو راهیسې د دواړو هیوادونو د ترینګلو اړیکو تر سیورې لاندې دي. هغه کال هم د نوموړیو سیالیو کوربه توب د متحدو عربي آماراتو پر غاړه وو.

دوه کاله وروسته هغه مهال د هند لوبډلې په دغو سیالیو کې برخه وا نه اخیسته چې په سریلانکا کې تر سره کیدي او پاکستان بیا په ۱۹۹۱م کال کې د خپل ټیم د استولو څخه ډډه وکړه چې کوربه توب یې د هند پر غاړه وو.

په داسې حال کې چې پاکستان او هند د دغو سیالیو د کوربه توب له پاره جوګه نه ول، نو له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۶م کاله درې وار سر پر سر د دغو سیالیو کوربه توب بنګله دیش کاوه.

د رانا په خبره سږ به شپږ ټیمونه په دغه پنځوس اوریزه سیالیو کې ولوبیږي: «هند، سریلانکا، بنګله دیش، پاکستان او افغانستان پنځه ټیمونه دي او شپږمې لوبډلې له پاره به د غوراوي سیالۍ تر سره شي.»