1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آسیه بي بي د اعدام سزا لغوه شوه

۱۳۹۷ آبان ۹, چهارشنبه

د پاکستان سترې محکمې د آسیه بي بي د اعدام سزا لغوه کړه. هغه په ۲۰۱۰م کال کې یوې سیمه ایزي محکمې مذهب ته د سپکاوي قانون له مخې د اعدام په سزا محکومه کړې وه. دغې عیسوۍ د استعناف غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/37Qou
Asia Bibi
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د پاکستان د سترې محکمې قاضي میان ثاقب نثار، په دغه هیواد کې مذهب ته د سپکاوي قانون له مخکې ددغي عیسوۍ د اعدام سزا لغوه کړې ده. قاضي په عاجل ډول د بي بي آسیه د آزادۍ امر کړی دی. آسیه ویلي دي چې د محکمې په پریکړې ډیره خوشحاله ده او حتی اوس یې باور نه کیږي.

د سترې محکمې قاضي د حکم د اورولو پر مهال وویل چې که آسیه بي بي په کومه بله قضیه کې ښکیله نه وي، نو بې ځنډه دې له زندانه آزاده کړای شي.

د آسیه د دوسیې استماعیه غونډه د پاکستان د سترې محکمې قاضي میان ثاقب نثار، د دغې محکمې د دوو نورو قاضیانو په ګډون کړې وه. ثاقب نثار وویل چې پر دغي مېرمني لګول شوي تورونه له حقوقي اړخه کمزوره دي او هيڅ دليل نه شي کيدای چې آسیه بي بي ته دې سزا ورکړل شي.

په ۲۰۱۰م کال کې یوې سیمه ایزې محکمې ديني مقدساتو ته د سپکاوي قانون له مخې دغې عیسوۍ ته د اعدام سزا اورولې وه. د آسیه بي بي د کلي ځينو مسلمانو ښځو پر هغې تور لګولی وو چې له دوی سره یې د شخړې پر مهال د اسلام پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی کړی وو. پر دې پريکړه د ثانوي محکمې یا های کورټ له خوا هم تائیده شوې وه. خو اته کاله وروسته (د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې پر ۳۱ نیټه) د پاکستان سترې محکمې د دغو دوو محکمو د پریکړې په ردولو سره د ننکانه صاحب د سیمي د دغې عیسوۍ د آزادۍ امر صادر کړ.

Pakistan Demonstration für Hinrichtung Asia Bibi
د «تحریک لبیک پاکستان» مذهبي غورځنګ د آسیه بي بي د خوشې کولو خلاف شدید دریځ خپل کړی دی.انځور: picture-alliance/AP Photo/B.K. Bangash

د آسیه بي بي کورنۍ د هغې د لیدو په تمه ده

د پاکستان د سترې محکمې د دې پریکړې په پام کې نیولو سره په پلازمېنه اسلام آباد کې ډیر سخت امنیتي تدابير نیول شوي ول. د «تحریک لبیک پاکستان» مذهبي غورځنګ د آسیه بي بي د خوشې کولو خلاف شدید دریځ خپل کړی دی. دې غورځنګ ګواښ کړې وو چې په هیڅ صورت کې به د آسیه بي بي د اعدام سزا ختمول یا لغوه کول ونه زغمل شي.

نوموړي مذهبي ډلې دا هم ویلي ول چې که چیري آسیه بي بي کوم بل هیواد ته وسپارل شوه، نو ډیر خراب عواقب به ولري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو ایالتي حکومتونو ته د تیارسئ امر کړی دی. همدارنګه په عیسوي میشتو سیمو کې د امنیتي تدابيرو د زیاتولو خبره هم شوې ده. پلازمېنې اسلام آباد ته د راتلونو ټولو لارو د امنیت له پاره اضافي پولیس هم ګومارل شوي دي.

د سترې محکمې تر پریکړې وروسته نن په پاکستان کې ډیر شمیر خلکو د ټولنیزو رسنیو له لارې د آسیه بي بي او د هغې د کورنۍ په پلوي غږ پورته کړی دی. ځينو خلکو بيا د پاکستان د پنجاب ایالت پخوانی ګورنر یا والي سلمان تاثير هم یاد کړی دی. تاثير د دغې عیسوۍ د ملاتړ او مذهب ته د سپکاوي په نوم شخړیز قانون کې د اصلاحاتو د غوښتني په دليل، خپل یوه ساتونکي وواژه.