1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمانانو او مهاجرو تر منځ بيا نښته رامنځته شوې

۱۳۹۶ بهمن ۲, دوشنبه

د آلمان د براندنبورګ ایالت په کوتبوس ښار کې د پولیسو پر موجوديت سربیره د دې ښار وضعه متشنجه ده. د یکشنبې په شپه یو وار بیا د آلمانانو او مهاجرو تر منځ فزیکي شخړه رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2rGw7
Deutschland Grenzkontrollen an der Grenze zu Österreich
انځور: Getty Images/J. Simon

د پولیسو د رپوټ پر بنسټ، د زوکړي ورځ لمانځلو په مراسمو کې د یوه ۱۸ کلن آلماني او یوه ۱۸ کلن مهاجر تر منځ شخړه رامنځته شوه. پولیسو دغو دواړو ځوانانو ته له محفل څخه د وتلو امر وکړ، خو دوی د پولیسو خبره ونه منله چې په پایله کې د پولیسو له خوا ونیول شول.

پولیسو ویلي دي چې څو ساعته وروسته د ښار په مرکز کې د پنځو تنو آلمانانو او دوو تنو بهرنیانو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوه. وروسته بیا د هم دغو دواړه ښکیلو خواو څخه د یوه خارجي او یوه آلماني ترمنځ فزیکي اخ و ډب رامنځته شو او دویم تن بهرنې یا مهاجر پرې اوښکې بهونکې سپری استعمال کړ او له خپل بل ملګري سره یوځای د پيښې له ځايه و تښتېدل.

په کوتبوس ښار کې په تیرو میاشتو کې هم څو واره دا ډول نښتې رامنځته شوي دي. وروسته تر هغې د کورنیو چارو وزارت امر وکړ چې تر یوه وخته پورې دې هیڅ یو مهاجر له خپل استوګنځای څخه کوتبوس ښار ته ونه لیږدول شي. سربیره پر دې په کوتبوس ښار کې د پولیسو شتون لا زیات کړای شو.

په نوموړي ښار کې د شنبې ورځې په مظاهرو کې په لسونو ښی اړخو ګډون وکړ. پولیسو د مظاهره کوونکو د شمیر په هکله څه نه دي ویلي، خو د دغو مظاهرو ځينو په انټرنټ کې د ۲۵۰۰ تنو د ګډون خبر ورکړی دی.

په دغو مظاهرو کې د ښی اړخه ډلېAFD (د آلمان له پاره بديل ګوند) پلویانو هم ګډون کړی وو. د دې مظاهرو په ترڅ کې پر دوو خبریالانو هم برید شوی دی.