1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني عسکرو په سونو افغان همکاران آلمان ته انتقال سوي دي

۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبه

د آلمان حکومت د خپلو عسکرو ۷۷۰ افغان همکاران له خپلو کورنيو سره آلمان ته انتقال کړي دي. ويل سوي دي چي دغو کسانو ته له دې کبله خطر متوجه وو چي له آلماني عسکرو سره يې همکاري کړې ده.

https://p.dw.com/p/3Nmed
Afghanistan Übersetzer Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د دفاع وزارت وياند د دوشنبې په ورځ په برلين کي ويلي دي چي په تيرو شپږو کلونو کي د آلماني عسکرو ۷۷۰ همکارانو ته په آلمان کي د اقامت اجازه ورکړل سوې ده.

هغه ويلي دي چي پر دې سربيره د دغو کسانو د کورنيو غړو چي شمېر يې نژدې ۲۵۰۰ کسانو ته رسيږي هم په آلمان کي د مېشتېدو اجازه ترلاسه کړې ده.

هغه روښانه کړې ده چي دغو کسانو ته په دې خاطر په آلمان کي د اقامت اجازه ورکړل سوې ده چي هغوی له آلماني عسکرو سره د همکارۍ په خاطر له گواښ سره مخامخ ول.

د آلمان د دفاع وزارت ويلي دي چي «د آلمان پوځ په مسئوليت سره د خپلو محلي همکارانو د مراقبت دنده لري».

د آلمان د دفاع وزارت وياند زياته کړې ده چي د دغو همکارانو د هر يوه غوښتنه يې جلا جلا بررسي کړې ده او هغه چا چي آلمان ته د سفر اجازه ترلاسه کړې ده، توانېدلي دي چي «د خپلي اصلي کورنۍ» غړي هم آلمان ته راولي.

هغه ويلي دي چي د نژدې ۲۰۰۰ غوښتليکونو په اړه لا تر اوسه پوري پريکړه نه ده سوې.

د هغه د څرگندونو له مخي د آلماني عسکرو هغه افغان همکاران چي له گواښ سره مخامخ دي، کولای سي چي حتی د خپلي کاري دورې تر پای وروسته د دوو کلونو په جريان کي آلمان ته د تگ له پاره غوښتنه وکړي.

د آلمان پوځ له ۲۰۰۱م کال راهيسي په افغانستان کي حضور لري. په افغانستان کي د آلماني ځواکونو پوځي ماموريت د ۲۰۱۴م کال په پای کي پای ته ورسيد او تر هغه وروسته د ناټو ځواکونو د «بشپړ ملاتړ» ماموريت په چوکاټ کي د افغان امنيتي ځواکونو د روزني او سلا مشورو ورکولو دنده پر غاړه لري.

(n.z(dpa