1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني محصلانو او افغان مهاجرو له پاره د خبريالۍ ورکشاپ

۱۳۹۶ تیر ۲۳, جمعه

د آلمان په بن ښار کي د ژورناليزم څانگي د آلماني محصلانو او هغو افغان مهاجرو ته چي په خپله هيواد کي خبريالان ول، ورکشاپ جوړ شوی وو.

https://p.dw.com/p/2gWeC
International Journalist Workshop
انځور: DW/A. Parwaneh

دغه ورکشاپ چې د بن د «راين زيگ کالج» له خوا جوړ شوی وو پکښې د «جګړو او بحراني سيمو خبريالانو» آلماني محصلانو او مهاجرو خبريالانو د مسلکې زده کړو ترڅنګ خپلې تجربې له يو بل سره شريکې کړې.

د ناامنه او په جګړو کې د ښکيلو هيوادونو خبريالانو د خبريالۍ په مختلفو برخو کې کارونه کړي دي. ځينې يې په بن ښار کې زده کړې هم کوي. دوي د مختلفو هيوادونو دي خو ډيری يې د افغانستان او سوريې دي. د دوی له پاره جوړ ورکشاپ په اوونۍ کې يوه ورځ د هرې سه شنبې په ورځ دايريږي.

۲۹ کلن غلام حسين نديم شاوخوا لس کاله د افغانستان په شمال کې د خبريالۍ په برخه کې کار کړی دی. هغه په تخار کې د سيمه ايزو رسنيو تر څنګ، شاوخوا ۷ کاله په مزارشریف ښار کې د آلمانيانو له خوا تمويليدونکې راډيو «بيان شمال» کې کار کړی دی. نوموړی دوه کاله مخکې د امنيتي ګواښونو له وجې له خپلې کورنۍ سره آلمان ته راغلی دی.

نديم په آلمان کې د ژورناليزم په برخه کې د زده کړې او کارکولو هيلې لري. هغه زياتوي چې په دغه ورکشاپ کې يې د افغانستان او آلمان خبريالۍ ترمنځ شته توپيرونه وموندل. هغه وويل: «ما په دغه ورکشاپ کې د افغانستان او آلمان د خبريالۍ د طرزونو يوه برخه زده کړه».

د اړيکو د علم متخصص او د ورکشاپ روزنکی پروفيسور میشاييل کرتسمينسکي وايي چې په آلمان کې مهاجرو خبريالانو ته د خبريالۍ په برخه کې کار کول د هغوي مسلکي مهارتونو او آلماني ژبې مهارتونو سره تړاو لري. کرتسمينسکي وويل: «په آلمان کې ډيري نړيوالۍ رسنۍ نه شته. که دغه رسنۍ زياتې وای د کار چانس به هم زيات وای. که څوک د آلماني ژبې بشپړ مهارتونه و نه لري، په آلماني رسنيو کې ورته د کار لږ چانس شته. د بيلګې په توګه په عربي هیوادونو کې هم همداسې ده. که تاسو د يوه آلماني په توګه وغواړې په يوه عربي رسنۍ کې کار وکړۍ بايد ۲۰ کاله د عربي ژبې او فرهنګ په برخه کې زده کړي وکړئ، له دې پرته امکان نه لري د يو خبريال په توګه کار وکړئ».

د ورکشاپ بل ګډونوال ۲۸ کلن بشار دی چې یونيم کال مخکې له سوريې څخه آلمان ته راغلی دی. بشار اوس د آلمان درې کلنه اقامه په لاس کې لري. هغه غواړي ښه آلماني زده کړي، څو په آلمان کې خپلو تحصيلاتو ته ادامه ورکړي. بشار خپل هغه خاطرات يادوي چې په سوريه کې به د راډيو تر مايک شاته کښېناستو او خپرونې به يې وړاندې کولې. هغه په خپل هيواد کې د خبريالۍ ۵ کاله تجربه لري. هغه وايي چې په سوريه کې خبريالان له زياتو ستونزو سره مخامخ دي: «په سوريه کې خبريالانو د بيان د آزادۍ په برخه کې ستونزې لرلې، د حکومت له خوا هم د خبريالانو او رسنيو د کارکونکي ملاتړ نه کيږي».

پروفيسور کرتسمينسکي وايي: «د ګډې خبريالۍ يو ښه والی دا دی چې اکثره مهاجر خبريالان زموږ د آلماني محصلانو په پرتله زياتې تجربې لري او هغوۍ کولای شي خپلې تجربې زموږ له محصلانو سره شريکې کړي. مهاجر په لومړي نقش کې عمل نه کوي، خو کولای شي زموږ محصلان ورڅخه ډير څه زده کړي. دا ډيره مهمه ده چې مهاجر داسې موقفونو ته ځانونه ورسوي چې وشي کړای له آلمانيانو سره خپلې لا زياتې تجربې شريکي کړي. دغه ورکشاپ زموږ له پاره يوه ډيره مثبته تجربه وه».

اورميلا نوري په بن ښار کې د ژورناليزم د تخنيک د څانګې محصله ده. هغه د افغانستان ده خو په آلمان کې لويه شوې او په آلماني ژبه بشپړ تسلط لري. اورميلا په ورکشاپ کې د مهاجرو له ګډون څخه خوښه ښکاري. هغه وايي: «هر مهاجر خپلې کيسې لري، د هغوی کیسې مې واوريدې او يو بل مو سره درک کړل». که څه هم آلمان ته تازه راغلي مهاجر په دغه هيواد کې د تحصيل او کار هيلې لري، خو اورميلا بيا غواړي چې تر فراغت وروسته له آلمانه بهر په هندوستان او يا امريکا کې کار وکړي.

عملي کار

که څه هم د خبريالۍ دغه ورکشاپ ۱۵ اوونۍ وو او په اوونۍ کې يوه ورځ دايرېدی خو ګډونوال يې کوښښ کاوه چې له دې پرته په نورو ساعتونو کې هم عملی کارونه وکړي. هغوی په ګډه د ځينو موضوع ګانو په اړه څيړنې او مرکې کوي او بيا ترې د غږيز، ويډيويي او ليکنې په قالبونو کې رپوټونه جوړ کړل.

د دغه ورکشاپ يو تنظيم کوونکی او د دکتورا د څانګې محصل اندرياس فیهوف د ورکشاپ په وروستۍ ورځ ګډونوالو ته د عملي کارونو په اړه توضيحات ورکړل.

د ورکشاپ ګډونوال په درو يا څلور کسيزو ډلو په ويشلو د خپلو تجربو او خپلو هيوادونو کې د هغو ستونزو په اړه چې دوی ورسره مخامخ ول لیکنې وکړې. يو شمير يې په خپلو هيوادونو کې د رسنيو پر وضعيت تمرکز کاوه او د هغوی په اړه به يې په آلمان کې د ترلاسه کړيو تجربو پر اساس ليکنې کولې.

دغه ورکشاپ تر نژدې يو څلور مياشتنې سميستر وروسته پاي ته ورسيد. استادان او ګډونوال هيله مند دي چې په راتلونکې کې به بياهم په ورته ورکشاپ کې ګډون وکړي.

P.A/K.S