1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني موټرو د خرڅلاو نوي ريکاردونه

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۲۱, پنجشنبه

آلماني موټر جوړوونکي شرکت BMW په ۲۰۱۲ کال کې په خپل تاریخ کې تر بل هر وخت ډیر موټر پلورلي دي. په دې ترتیب سره د موټر جوړولو دغه شرکت د لوکسو موټرو د خرڅلاو د کچې د لوړوالې له لحاظه، لومړی مقام ګټلی دی.

https://p.dw.com/p/17H6t
انځور: AP

د BMW شرکت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په ۲۰۱۲ کال يې ۱،۸۴میلیونه موټر پلورلي دي. په دې ترتیب سره نو د موټر جوړولو دغه آلماني شرکت خپل د ۲۰۱۰ کال ریکارد مات کړ.

د BMW چارواکو ویلي دي چې دغه شرکت یوازي د تیر کال په دسمبر میاشت کې ۱۸۱۰۰۰ موټر پلورلي دي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴سلنه لوړوالی ښيي.

ویل شوي دي چې د BMW موټرو بازار د نورو هیوادونو په پرتله په متحده ایالاتو او چین کې ډیر تود وو. دغه تود بازار د دې لامل شو چې د BMW شرکت په خپل تاریخ کې د لوړ خرڅلاو ریکارد ټینګ کړي.

د BMW د خرڅلاو د ادارې مشر این رابرتسون، ویلي دي: «موږ نوی کال له یوې مثبتي انرژۍ سره پیلوو... موږ غواړو چې په ۲۰۱۳ کال کې د خرڅلاو په برخه کې نوی ریکارد ټينگ کړو.»

آلماني موټر جوړوونکي شرکتونه بازار تر خپل کنترول لاندي لري

تر BMW وروسته د لوکسو موټرو د خرڅلاو د کچې د لوړوالي له لحاظه په دوهم او دریمو مقامونو کې هم دوه نور آلماني شرکتونه راغلي دي. دغه دوه شرکتونه اودي «Audi» او دایملر «Daimler» نومیږي چې تیر کال یې په نړیوالو مارکیټونو کې ډیر موټر پلورلي دي.

اودي «Audi» په فولکس واګن شرکت «Volkswagen» پوري تړلی دی. د خپرو شوو معلوماتو له مخې دغه شرکت په ۲۰۱۲ کال کي ۱،۴۶ میلیونه موټر پلورلي دي چې دا شمیر د ۲۰۱۱ کال په پرتله ۱۱،۷ سلنه لوړوالی ښيي.

د اودي چارواکو ویلي دي چې د هغوی د موټرو بازار آن په هغو اروپايي هیوادونو کې هم تود وو چې اوس له مالي کړکېچ سره مخامخ دي.

تر دې مخکي دریم آلماني شرکت Daimler هم اعلان کړی وو، چې د لوکسو موټرو د خرڅلاو په برخه کې یې په ۲۰۱۲ کال کې خپل د۲۰۱۱ کال ریکارد مات کړی دی. د دې شرکت چارواکو خبر ورکړی وو، چې تیر کال یې ۱،۴۲میلیونه موټر پلورلي ول. دغه شرکت د میرسیدس «Mercedes» له کمپنۍ سره تړلی دی.