1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني پاسپورت د ترلاسه کولو شرايط اسانه شوي

۱۳۹۶ بهمن ۱۴, شنبه

د آلماني پاسپورت لاسته راوړل چې پخوا ډير ګران وو، اوس اسانه شوی دی. په وروستيو کې د يو بهرنۍ کورنۍ ماشوم ته په دې دليل چې آلمان کې زيږدلی دی د آلمان تابعت ورکړل شو.

https://p.dw.com/p/2s4oT
Deutscher Reisepass
انځور: picture-alliance/dpa/R. B. Fishman

د آلمان په بايرن ايالت کې د يوې چينايي کورنۍ لخوا د آلماني تابعت په ترلاسه کول دغه کورنۍ سخته حيرانه کړې ده. که د دغې کورنۍ د تابعت ترلاسه کولو بهير ته وکتل شي، نو په آلمان کې دغه څه د پخوا په پرتله ډير اسانه شوي دي. لږ تر لږه ليکواله ژانګ دانهونګ په دې عقيده دی چې اوس په آلمان کې د آلماني پاسپورت د ترلاسه کولو بهير ډير ساده شوی دی.

د چينايي کورنۍ دوهم ماشوم چې څه موده وړاندې دنيا ته راغلی، په دې دليل چې په آلمان کې زيږدلی او لږ تر لږه يې له والدينو څخه يو يې د آلمان دايمې اقامه لري، ورته د آلمان تابعت ورکړل شوی دی.

د ماشوم والدين وايي چې دغه مسئله اجباري ده. دوی هغه مهال چې لمړنی ماشوم يې زيږديدلی وو، په آلمان کې د اوسيدو دايمې اقامه يې لرله او په يوه آلماني شرکت کې يې ثابته دنده لروده.  خو د ماشوم د تابعت په اړه يې د تصميم نيونې واک خپله دوي ته ورکړل شوی وو. په هغه وخت کې دغې کورنۍ غوښتل چې تر ډيره چينايي تابعت اخيستو ته ترجيح ورکړي، ځکه غوښتل يې چې يو وخت به بيرته چين ته ستنيږي. حاضردمه د دغې څلور کسيزې کورنۍ يو غړی آلمانی او درې نور ېې چينايي دي. خو چينايي کورنۍ په دې باور ده چې دغه کار د هغوی له پاره ستونزې راولاړې کړی دي.

آلمانی پاسپورت د بهرنيانيو له ادارو څخه آزادي

د دغې مقالې ليکونکې او د دويچه ويله خبرياله ژانګ دانهونګ وايي: « ما تر دې مخکې د نورو وختونو تجربې هم کړی دي، هغه وختونه چې د آلمان په قانون کې د اصل نسب مسئله ډيره زياته مطرح وه. په همدې دليل زما لور د آلماني پلار د لرلو په دليل، په اتوماتيک ډول آلماني پاسپورت ترلاسه کړ. ما د يوې چينايۍ په توګه په خپله کورنۍ کې د اقليت احساس کاوه، ځکه خو ډير ژر مې د آلماني پاسپورت له پاره غوښتنليک وړاندې کړ تر څو د کورنۍ ټول غړي آلماني پاسپورتونه ولرو. خو دا يوازينې انګيزه نه وه، ما غوښتل په دې کار سره د بهرنيانو د چارو ادارې د کارکونکو د غيردوستانه چلند څخه په يو وار ځان خلاص کړم».

Zhang Danhong
د دويچه ويله خبرياله او د دغې مقالې ليکواله ژانګ دانهونګ انځور: V.Glasow/V.Vahlefeld


پخوا د آلمان تابعت ترلاسه کول، ډیر ګران کار وو. بايد اته کاله پرته له وقفې حکومت ته ماليې ورکړې او يا هم پنځه کاله له وقفې پرته پنځه يو آلماني سره په نکاح کې واوسې. په هغه وخت کې د واده له پاره د ټاکل شوې مودې موضوع راته د يو ارمان په توګه ښکاريده. خو د مالياتو د تحويلۍ معيارونه مې د لور تر پیدايښته د مخه تيار کړي وو. دغه بهير ما له پاره د يوې لوړې لګښت لرونکې پروژې په توګه اوښتی وو. بايد د يوې مياشتې تنخواه مې ټوله لګولې وی. په ورته وخت کې به مې سور چينايي پاسپورت هم د سويسي پنير په توګه سوری سوری شوی وو. دا زما له پاره ډیره دردونکې وه.

د تابعت ترلاسه کولو په برخه کې نورې اسانتياوې

تر هغې وروسته د تابعت د ترلاسه کولو په برخه کې پرتې ستونزې کمې شوې. ډیرو خلک د دوه ګوني تابعتونو څخه برخمن شول. که څه هم په آلمان کې د اسويدو شرط لا هم په خپل پخواني حال يعنې اته کاله پاتې دی، خو د تابعيت د ترلاسه کولو له پاره د درخواست وړاندې کولو پر وخت، درخواست کونکی شخص بايد د خپل ژوند لګښت په خپله غاړه ولري. د مهاجرو په هلکه حتی کيدای شي دغه اته کاله لږ شي، خو په هغه صورت کې چې د پناه غوښتنې چارې يې په بريالۍ توګه پر ترسره شوي وي.

له بل لورې د آلماني پاسپورت مصرف هم ښکته شوی دی. اوس د دې اړتيا نشته چې يو مياشتنۍ تنخواه مو د پاسپورت له پاره ولګوۍ، بلکه يوازې ۲۵۵ يورو کافي دي.

نه مخته او نه شاته

ځينې هيوادونو دي چې د تابعت په مسئله کې خلاص لاس لري. د بيلګه په توګه که د امريکا په متحده ايالاتو کې يو ماشوم دنيا ته راځي، په اتوماتيک ډول امريکايي کيږي. خو آلمان د امريکا په څير د مهاجرت يو کلاسيک هيواد نه دی. په داسې حال کې چې آلمان دولت د تابعت قانون په چټکۍ سره لا ليبرالي کوي، مناسبه به وي چې په بايرن کې د چينايي ښځې او ميړه د واده په څير قضيو د حل کې هم نرمښت او اسانتياوې رامنځ ته کړل شي.

 ژانگ دانهونگ/ ن.ا/م.ک.ص

موضوع سره په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: