د آلماني ژبې امتحان د مهاجرو کورنيو د الحاق مخه نيولې

د هغو کسانو چې غواړي په آلمان کې له خپلې کورنۍ یا ژوند له ملګري سره یوځای شي يو پر دريمه برخه يې د آلماني ژبې په آزموېنه کې ناکامه کیږي. یوازي تیر کال د داسې کسانو شمیر ۱۲ زرو تنو ته رسیدلی وو.

دغه ارقام د کيڼ اړخي گوند د پارلماني فراکسیون د يوې پوښتنې په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت له ځواب څخه ترلاسه شوي دي چې د «پساور نوين پرسه» ورځپاڼې خپاره کړي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د کیڼ اړخي پارلماني فراکسیون په ځواب کې لیکلي دي چې له کورنۍ سره د یوځای کیدو په اړه د غوښتنلیک وړاندي کوونکو یو پر دریمه برخه کسان په خپل هیواد کې د آلماني ژبې د آزموېنې په پړاو کې ناکامه شوي.

په دې هکله د معلوماتو په یوه برخه کې راغلي دي چې یوازې په ۲۰۱۶ م کال کې ۱۲ زره تنه نه دي توانیدلي چې په دغه آزموينه کي بريالي شي.

تیرکال په مجموع کې۳۷۸۴۰ تنو د دویچ آنس  "Deutsch 1", ابتدایې کچې آلماني ژبې د آزموینې له پاره په خپلو هیوادونو کې «ګويته انیستیتوت» ته مراجعه کړې وه چې له دې جملې څخه ۶۸ سلنه یې له دغې آزموینې څخه بریالي وتلي دي.

د افغانستان، اردن، مصر، سنیګال او ګانا په څیر هیوادونو کې په دغه آزموېنه کې د ګډون کوونکو نیمایې نه دي توانیدلي چې بريالي شي.

د الماني ژبي د زده کړي لارښوني

نوي زده کونکي باید د امکان ترحده پوري ډيري خبري وکړي

په بله ژبه خبري کول ډیر سخت کار دی،ځکه چي سړی باید هغه کلمات استعمال کړي،چي ترمخه یې زده کړي وي او ډیر چرت هم باید ونه وهي. ځکه نو باید سړی ډیر تمرین وکړي. که تاسي د تمرین کولو دپاره څوک نلری، چي خبري درسره وکړي، بیایې نو پخپله د ځانه سره وکړی.

د الماني ژبي د زده کړي لارښوني

نوي زده کونکي: د شیانو نومونه په الماني باندي ولیکی

د کاغذونو ټوټې راواخلی،پرهغه باندي د شیانو نومونه په الماني باندي ولیکي او پریوځای یې بندکړی. پدې ډول سره تاسي ټوله ورځ هغه ته گوری او زده کوی یې. دهغه سره د لغت آرټیکل او جمع هم ولیکی. په غیر د هغه مجبوره یاست وروسته بیرته هغه زده کړی.

د الماني ژبي د زده کړي لارښوني

نوي زده کونکي: دکوچنیانو الماني کتابونه او دخندا کیسې ولولی

دکوچنیانوکتابونه او دخندا کیسې په ډیر ساده ژبه سره لیکل کیږي او د متن مطبق پکښي عکسونه هم موجود وي. څکه نو هغه د د الماني ژبي د زده کړي دپاره ډیر مساعد دي. دکوچنیانو ځیني کتابونه حتي په دوو ژبو باندي لیکل سوي وي.

د الماني ژبي د زده کړي لارښوني

نوي زده کونکي: دسودا اخیستلو لست مو په الماني ژبه ولیکی

د ورځني لغاتونو زده کړه ترټولو ډیره مهمه ده. په همدې دلیل کوښښ وکړی،خپل دسودا اخیستلو لست مو په الماني ژبه باندي ولیکی. د هغه کښل به شاید ډیر وخت وغواړي،خو موږ تاسي ته ډاډ درکوو، چي تاسي به پدې کار سره ډیر شیان زده کړی.

د الماني ژبي د زده کړي لارښوني

نوي زده کونکي: حالت سم وسنجوی او دهغه مطابق امادگي ونیسئ

فکر یې وکړی، چي په یوه معین حالت کي کومو لغتونو ته ضرورت لرئ او په یوه قاموس کي پسي وگورئ. بیا نو یو ډیالوگ ولیکی او هغه څوواره ولولئ. پدې ډول سره نوتاسي هر ډول حالت ته تیار یاست .

د الماني ژبي د زده کړي لارښوني

نوي زده کونکي:دې ته انتظار مه کوئ، چي بیله غلطی خبري وکړئ

مهمه داده،چي ستاسي په خبرو باندي یو څوک پوه سي. په همدې خاطر حتمي نده، چي هره جمله د گرامري لحاظه سمه وي. دا هم ډیره بده نده، چي د لغت سم ارټیکل سم نه پیژنئ. فکر یې وکړی، چي ډیری هغه کسان چي ستاسي سره خبري کوي ، یوه پردی ژبه لا نه پیژني.

د الماني ژبي د زده کړي لارښوني

نوي زده کونکي:د بل کار تر څنگ المانۍ راډیو واورئ

که تاسي نوي زده کونکي یاست، نوشاید هیڅ په پوه نسئ. خو د راډیو د اوریدو د لاري تاسي د یوې ژبي د زده کولو احساس پیدا کوئ. د راډیو اوریدل د هغو کسانو دپاره چي ډیره الماني یې زده وي، د الماني کلتور څخه ډیر خبریږي او ژبه یې هم تقویه کیږي.

د الماني ژبي د زده کړي لارښوني

هغه کسان چي ژبه یې ښه زده وي،کوښښ وکړي د جرمنیانو سره خبري وکړي

یو ښه امکان دادی، چي تاسي یو داسي څوک پیدا کړی، چي غواړي ستاسي ژبه زده کړي او متقابله همکاري سره وکړئ. پدې ترځ کي د سړی نه یوازي دلغاتو او جملو استعمال زده کیږي، بلکه د ژبي شکل او طرز هم.

د الماني ژبي د زده کړي لارښوني

هغه کسان چي ژبه یې زده وي، په پخولو کي د الماني نسخو څخه استفاده وکړي

غذا نه یوازي د بدن د تقویې او سلامت دپاره ده، بلکه هغه د اجتماعي ژوندانه یو مهم جزء هم دی. په همدې خاطر ښه دی،چي د چا د غذايي موادو نومونه هم زده وي. تر ټولو ښه لار یې داده ، چي سړی هغه د اشپزۍ پر وخت عملأ زده کړي. که ستاسي الماني غذاوي او خورکونه نه خوښیږي ، بیاایټالوۍ او نوري پخې کړئ، مهمه داده چي نخسې یې په الماني باندي وي.

د الماني ژبي د زده کړي لارښوني

چي ژبه مو ښه زده وي،هغه کتابونه ووایاست،چي تاسي یې پخوا پیژنئ. په الماني باندي

تاسي خپل د خوښي وړ کتابونه ښه پیژنۍ او هم مو شاید څوواري ویلي وي.دانو د ژبي د زده کړي تر ټوله ښه امکان دی،چی هغه یوواربیا په الماني ژبه باندي ولولی. څنگه چي تاسي ته د کتاب محتوی او کیسه معلومه ده، نوکولای سئ پر ژبه باندي ډیر تمرکز وکړی.

د الماني ژبي د زده کړي لارښوني

هغه کسان چي ژبه یې ښه زده وي،الماني موسیقي واوري او متن یې پیاد کړي

موسیقي نه یوازی ارام ورکونکې او ارتباط قایمونکې ده، بلکه ددې سره هم کومک کوي، چي ژبه زده کړئ، خصوصأ که ستاسي د هغه وزن او قافیه خوښه سي. په جرمني کي ډیر زیات مختلف سندرغاړي اوهنري ډلي سته، او په اصطلاح د هرچا پر غاښ برابر یو څوک. موږ تاسي ته مشوره درکوو، چي الماني ژبه د موسیقۍ د لاري زده کړئ.

د الماني ژبي د زده کړي لارښوني

هغه کسان چي ژبه یې ښه زده وي،الماني فلمونه او سریالونه وگوري

د فلمونو او سریالونو د لاري هم تاسي کولای سئ، چي خپله ژبه نوره هم غني کړئ. په جرمني کي ډیر الماني فلمونه او سریالونه سته، چي ځیني وختونه لاندي لیکني هم ورته سوي وي. خو سړی کولای سي امریکايي یا هندي فلمونه هم په الماني دوبله باندي وگوري.

اساساً ټول هغه کسان چې غواړي د خپل ژوند له ملګري (میړه یا ښځې) سره د یوځای کیدو له پاره آلمان ته سفر وکړي، مکلف دي چې د ویزې له پاره د غوښتنلیک د وړاندې کولو پر مهال په خپل هیواد کې د آلمان سیاسي نمایندګۍ ته د (آ آنس) کچې د آلماني ژبې آزموېنې د بریالیتوب سند وړاندي کړي.

د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو اتباع، هغه کسان چې له لویو مهاراتونو سره آلمان ته د کار له پاره رازي، خود کفا کسان او هغه مهاجر چې د جانبي حفاظت(یو کلنه ویزه) یې ترلاسه کړی ده، له دې قاعدې څخه مستثناء دي.

د مهاجرت او ادغام په برخه کې د کیڼ اړخو د پارلماني فراکسیون ویاندې Sevim Dagdelen زیویم داګدیلن، په دغو آزموېنو کې د ناکامۍ لوړ شمیر ته په کتلو سره نیوکه وکړه: «دا منطقي نه ده چې یوه ښځه او میړه نه شي کولی ګډ ژوند وکړي. د ډیرو بهرنیانو ښځو او مړونو ته دا آسانه نه دی چې د آلماني ژبې لیک لوست له آلمان څخه د باندې زده کړي. په آلماني ټولنه کې کیدای شي دغه ژبه ژر ده شي».

نوموړي همدارنګه زیاته کړې د آلمان حکومت د ژبي آزموېنې له دې خنډ سره، له ( کورنیو او هغو کسانو چې واده کوي) څخه اساسي ملاتړ نقضوي. د داګدیلن، په خبره دا تر ټولو لوړ ارقام دي چې د کورنۍ ضد قواعدو په نتیجه کې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

موږ تعقيب کړئ