1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمانۍ د قتل په تور افغان مهاجر په زندان کې ځان وژنه کړې

۱۳۹۸ مهر ۱۸, پنجشنبه

د آلمان څارنوالانو ویلي دي چې د یوې ۱۵کلنې آلمانۍ نجلۍ د قتل په تور زنداني افغان مهاجر په زندان کې مړ موندل شوی دی. داسې ښکاري چې د عبدل په نامه دغه پناه غوښتونکي به په زندان کې ځان وژنه کړې وي.

https://p.dw.com/p/3R1oC
Polizei bei Demonstration in Kandel
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د آلمان څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې۱۰مه نیټه) ويلي دي چې هغه افغان پناه غوښتونکي چې د خپلې ۱۵ کلنې آلمانۍ ملګرې د قتل په تور په زندان کې وو، د زندان په خپله خونه کې مړ موندل شوی دی.

د څارنوالانو د اټکلونو له مخې داسې بریښي چې نوموړي به ځان وژنه کړې وي.

دغه افغان پناه غوښتونکی چې د آلمان د قوانینو له مخې یې یوازې لومړی نوم عبدل ښوول شوی، د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د خپلې آلمانۍ ملګرې د قتل په جرم په اته نیم کاله زندان محکوم شوی وو.

څارنوالانو د پیښې په تړاو ویلي دي چې د نوموړي افغان پناه غوښتونکي جسد د شیفرشتاد په زندان کې موندل شوی دی. څارنوالانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د زندان د چارواکو په حواله ویلي دي چې دوی په دې پیښه کې د «ځان وژنې د ارادې» نخښې نښانې نه دي لیدلي.

په ۲۰۱۷م کال کې د آلمان په جنوب غربي ښار کانډل کې د عبدل په نامه د دغه افغان پناه غوښتونکي په لاس په درملتون کې د خپلې آلمانۍ ملګرې د قتل پیښې ټول آلمان ته ټکان ورکړ. تر دغې پیښې وروسته، په آلمان کې د مهاجرو د جرمونو په هکله یو ځل بیا بحثونو زور اخیستی وو.

(k.h/n.z(Ap