1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمانۍ محصلې د قتل په اړه تازه معلومات

۱۳۹۶ دی ۱۹, سه‌شنبه

پولیسو د هغه مهاجر له ګرځنده تلیفون څخه چې د یوې آلمانې محصلې په وژنې تورن دی، داسې معلومات ترلاسه کړي دي چې د پيښې په ځای کې د شکمن قاتل پر موجودیت دلالت کوي. حتی د دقیقو په حساب د هغه شتون په هکله معلومات ترلاسه شوي.

https://p.dw.com/p/2qXuj
Freiburger Mordprozess, Angeklagter Hussein K.
انځور: picture-alliance /P.Seeger/dpa

د آلمان په فرایبورګ کې د یوې آلمانۍ محصلې شکمن قاتل ځیرک تلیفون درلود. پولیسو د دغه تلیفون د امنیتي کود یا قلف تر ماتولو وروسته هغو معلوماتو ته تر لاسه کړي دي چې د وخت او ځای په هکله د تلیفون په حافظه کې په اتوماتیک ډول زیرمه شوي ول.

تر جنسي تیري وروسته د دغي آلمانۍ محصلې د قتل د پيښې د تحقیقاتو په لړ کې څیړونکو تائیده کړې ده چې د شکمن قاتل (حسین ک) په تلیفون کې موجود اطلاعات یې ارزولي دي.

په څیرک تلیفونونو کې د Location اپلیکیشن په فعالیدو سره ځای او وخت په دقیق ډول د مبایل په حافظه کې په اتوماتیک ډول خوندي کیږي چې همدا کار د حسین ک له مبایل سره هم شوی دی.

د جنایې پولیسو یوه کارپوه د دوشنبې په ورځ د فرایبورګ ایالتي محکمې ته ویلي دي چې د حسین ک، له مبایل تلیفون څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې ویل کیږي چې دغه شکمن قاتل د پيښې د رامنځته کیدو په شپه د پیښې په ځای کې موجود وو.

هغه کابو یو ساعت او ۴۵ دقیقې د پیښې په ځای کې وو او سهار وختي یې بیا ځان له دغه ځای څخه ایستلی دی. حسین ک، پر یوې آلمانۍ محصلې په جنسي تیري او وروسته بيا د هغې په قتل تورن دی.

د فرایبورگ پیښې افغانان ډیر خفه کړي

حسين ک، اعتراف کړی دی چې د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې یې پر یوې ۱۹ کلنې نجلۍ تر جنسي تیري وروسته هغه خفه کړې او وژلې ده. د دغي نجلۍ مړی بیا وروسته د Dreisam په سیند کې وموندل شو. ویل کیږي چې محکمه به د مارچ میاشتې په نیمایې کې د پيښې په اړه خپل حکم صادر کړي.

د چارواکو په حواله د دې قضیې په خاطر د «بادن- ورتمبرګ ایالت» پولیسو د لومړي ځل له پاره د سایبري جرایمو د څیړونکو یوه ځانګړې ډله را وبلله. پولیس په تخنیکي لحاظ په دې وضعیت کې نه دي چې له مبایل څخه دغه معلومات ترلاسه کړي، نو له همدې امله یې د سایبر هکرانو د یوه شخصي شرکت په مرسته د پيښې پر مهال د شکمن مجرم د حرکت او موقعیت په اړه اړین معلومات ترلاسه کړل.

د دغو معلوماتو پر بنسټ حسین ک، تر برید ۳۰ دقیقې مخکې او شاوخوا یو ساعت او ۱۵ دقیقې وروسته د پيښې په ځای کې موجود وو. د ارزونې مطابق په ډیر احتمال سره هغه تر برید مخکې د خپلي قربانۍ لاره نیولې او هلته ورته تم شوی دی.

د حسین ک، په خبره هغه ۱۶ يا ۱۷ کلن دی او له افغانستان څخه آلمان ته مهاجر شوی دی. خو د څیړنو پر مهال معلومه شوې چې هغه د خپل سن په هکله درواغ ویلي او لږ تر لږه ۲۲ کلن دی.

قاضۍ کاترين شانک وایې چې د محکمې راتلونکې غونډه به د روانې میاشتې(جنورۍ) پر ۲۵ نیټه وي.

dpa,eap(S.N/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: