1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان استخبارات: داعش تر اوسه لا ګواښ پېښوي

۱۳۹۸ فروردین ۲۵, یکشنبه

د آلمان داخلي استخبارات له دې څخه خبرداری ورکوي چې د داعش تروريستي ډلې ته دې له پوځي ماتې وروسته په کمه سترګه وکتل شي. د دې ادارې مشر هالدنوانګ وويل چې په آلمان کې هم هر وخت د کوم بريد خطر موجود دی.

https://p.dw.com/p/3GkI8
Deutschland PK Verfassungsschutz Präsident Thomas Haldenwang
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

«د اسلامي دولت په اړه خبرداری بېرته اخيستلی نه شم»، دغه خبره د آلمان د داخلي استخباراتو د ادارې مشر، توماس هالدنوانګ، د «وېلټ آم زونتاګ» ورځپاڼې ته کړې ده. د هغه په خبره د «اسلامي دولت» په نوم تروريستي ډله لا تر اوسه موجوده ده او اورپا ته په کتو سره «په تېره د يوه مجازي سايبري خلافت په چوکاټ کې يې پلويان بريدونو ته هڅول کيږي او تر اوسه لا کولی شي چې پلويانو ته يې د بريدونو له پاره هدايت ورکړي.»

هالدنوانګ دا هم وويل چې د هغو خلکو شمېر چې د ده اداره يې په بالقوه توګه خطرناک افراطي اسلامپال ګڼي، تېر کال ۳۰۰ تنه لوړ شوی دی. د ده په نظر «موږ په آلمان کې تقريبا ۲۲۴۰ تنه د بالقوه اسلامپالو تروريستي کسانو په فهرست کې راوستي دي. په دغو کسانو باندې شک لرو چې هر وخت ښايي بريد تر سره کړي يا يې ملاتړ وکړي.»

د افراطي کسانو بشپړه څارنه «ناممکنه ده»

د آلمان د داخلي استخباراتو مشر وويل چې « د دغو کسانو شپه او ورځ څارنه ناممکنه ده». د هغه په خبره «د هر نفر له پاره تقريبا څلويښتو مامورانو ته اړتيا ده. موږ ځکه په هغو کسانو باندې تمرکز کوو چې تر ټولو خطرناک يې بولو.»
هالدنوانګ له دې پلان څخه هم دفاع وکړه چې په راتلونکي کې به  ورته ښايي د مسنجر انترنټي خدماتو د څارلو اجازه ورکړل شي: «د عادي تليفون د لارې موږ يوازې سطحي او عادي خبرې څاروو. خو اصلي کارونه بيا په چېټ خبر اترو کې صورت نيسي چې زموږ څخه اکثرا پټ پاته کيږي.» 

Prozess gegen IS-Rückkehrer
آلمان ته د داعش ډېر غړي بېرته ستانه شوي چې حقوقي ستونزې يې راولاړې کړې ديانځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

د آلمان د داخلي استخباراتو مشر د خپلو څرګندونو په حواله د داعش د هغو پلويانو له کبله هم اندېښنه لري چې آلمان ته بېرته ستانه شوي دي او په تېره د هغوی ماشومانو ته هم اندېښمن دی چې د داعش تروريستي مليشې د حاکميت په سيمه کې يې له خپلو کورنيو سره يو ځای ژوند کړی دی. د هالدنوانګ په خبره: «موږ دا پوښتنه کوو چې آيا دلته اوس د تروريستانو نوی نسل رالوييږي؟»

wa/ack/ns/wa (dpa, afp)