1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان اقتصاد به په نوي کال کي څرنگه وي؟

محمد قاسم نوري (اندريياس)۱۳۹۱ دی ۱۴, پنجشنبه

په آلمان کي يوه تحقيقاتي څېړنه ښيي چي په دغه هيواد کي اقتصادي معملې په ښه ډول پرمخ رواني دي، خو بيا هم په نوي کال کي ډيره خوشبيني نه ده موجوده. علت يې د اروپا د پوروړيتوب بحران ښوول سوی دی.

https://p.dw.com/p/17Cje
انځور: picture-alliance/dpa

که د هغوی علاقه مندۍ په نظر کي ونیول سي، نو د جرمني اقتصاد په ښه ډول پر مخ روان دی. د هري څانګي له پاره جلا جلا اتحادیه سته او د ټولو پرسر بیا یوه لویه اتحادیه، یعني د آلمان د تجارت او صنایع اطاقونه. دوی خپلو غړو شرکتو ته مشورې ورکوي، په ګډه سره د شرکت د جوړیدو پر ځای او محل باندي کار کوي او هغوی ته لوبیان یا مینه وال پیدا کوي.

دغه اتحادیې او شرکتونه په کولن ښار کي د آلمان له اقتصادي مرکز –IW سره مالي کومک هم کوي. دا یو تحقیقاتي اقتصادي مرکز دی، چي د شرکتو د مالکانو او هغوی د اقتصادي ګټو نمایندګي هم کوي.

د دغه تحقیقاتي اقتصادي مرکز رئیس میشائیل هویټر په کال کي یووار له اقتصادي اتحادیو څخه د دوی دغړو شرکتو په باب پوښتني هم کوي. د ۲۰۱۲عيسوي کال د څېړنو نتیجه داوه چي د شرکتونو اقتصادي وضعیت او معاملې ښې دي، خو ځیني بیا هم ورته پوره نه دي خوشبینه.

هره دوهمه اقتصادي اتحادیه بدبینه ده او د دې تمه لري چی د دوی د اقتصادي څانګو وضعیت به په نوی کال کي خراب سي. خو نور شرکتونه بیا په دې عقیده دي چی حالت به یې د پروسږکال په شان پاته سي. خو دا چي بیا هم دا د پرمختګ او ودي په معنی دی، هیڅوک پر هغه باندي باور نه لري. د کولن د تحقیقاتي اقتصادي مرکز مشرمیشائیل هویټر وايي:

«موږ تر ۲۰۰۹کال وروسته بیا یو شی معلوم کړی، او هغه دا چي هیڅ اقتصادي څانګه د دې انتظار نه لري، چي وضعه به یې تر پخوا سمه سي. دوی ګومان کوي چي هر څه به د پروسږکال په شان وي.»

آلماني مالي- تجارتي شرکتونه تر ټولو دمخه د یورو زون د پوروړیتوب د بحران څخه تشویش لري. خو سربېره پر دې، دغه بدبیني د دې معنی نه لري چي هر څه په اتوماتیک ډول سره خراب سی. د اقتصادي حالت د خرابیدو انتظار د ۴۶ پوښتل سوو اتحادیو څخه فقط ۱۱ لري.

د دې برعکس بیا۲۰ اقتصادي اتحادیې په نوي کال کي د لا ډیرو عایداتو اټکل کوي. ځکه نو د هویټر له پاره نتيجه داوه چي تر واقعي اقتصادي حالت، هغه ته بدبیني ډیره ده. هویټر موجوده بدبیني او نسبتاً ثابت اقتصادي اټکلونه د اقتصادي بحران له کلونو سره مقایسه کوي:

«شرکتونه ډیر زیات محتاطه دي. دوی غواړي د یوه شي مخنیوی وکړی، یعني د ۲۰۰۸کال اخره او ۲۰۰۹کال د اقتصادي بحران د تجاربو له تکرار څخه. هغه وخت کله چي جهاني اقتصاد له رکود سره مخامخ سو، نو هر څه د دوی له لاسو څخه ووتل. دغه ډول حالت لا تر اوسه پوري نه دی راغلی. ځکه نو شرکتونه تر پخوا ډیر محتاطه دي او د نااطمینانیو په مقابل کي ډیر ژر عکس العمل ښيي.»

که څه هم له۴۶ اتحادیو څخه ۱۱ یې په خپلو اقتصادي څانګو کي د کار ځایو د کمولو پیشبیني کوي او په دې ډول د خپلي اقتصادي وضعي د خرابېدو، خو بیا هم هویټر په ۲۰۱۳کال کي د ۰،۷ فیصده اقتصادي ودي اټکل کوي چي تر پروسږکال یو څه لږ دی.