1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان امنيت سازمان: سلفيان د مهاجرو په جذب پسې دي

۱۳۹۴ شهریور ۲۰, جمعه

د آلمان امنیتي ادارې دغه هيواد ته په نوو راغلو مهاجرو کي د افراطي مسلمانانو له نفوذ کولو څخه ويره لري. بنسټپالونکي تلاش کوي د مهاجرو له بحرانه په گټي اخيستني سره د سوريې او عراق پناه غوښتونکي تروريستي ډلو ته جلب کړي.

https://p.dw.com/p/1GVB6
Deutschland Salafisten Islamisten Sven Lau Demonstration in Wuppertal
انځور: Getty Images/S. Schuermann

د آلمان «بايريشه روندفونک» راډيو تلويزيون د بايرن ايالت د امنیت سازمان د وياند په حواله ويلي دي چي سلفيان د اورگاډو په عمومي تمځايونو، د پناه غوښتونکو په موقتي استوگنځيو او د هغوی د راټوليدلو په ځايونو کي سوريايي او عراقي ځوانانو ته په کمين کي کښېني څو هغوی «ښکار» کړي.

دغه وياند ويلي دي چي د بايرن ايالت د امنيت سازمان د افراطيانو له دغه شان کړنو خبر دي: «سلفيان دغه راز تلاش کوي چي له هغو ځوان پناه غوښتونکي سره اړیکي ونيسي چي بې سرپرسته آلمان ته رارسيږي او د ملاتړ په لټه کي وي.»

د دغه وياند په خبره د دغي ډلي يوه بانفوذه مشر په خپله اينترنيتي پاڼه کي خپلو پلويانو ته لارښوونه کړې ده چي په «هدفي» توگه له پناه غوښتونکو سره اړيکي پیدا کړي او هغوی د «سلفيانو سمي لاري» ته راوبولي.

کارپوهان په دې باور دي چي په ځانگړې توگه هغه کمزوري او بې تجريبه کسان چي د رواني فشارونو له کبله پر خپل ځان حاکميت نه لري ډېر اسانه به د افراطي ډلو په دام کي ولوېږي.

خو دوی وايي د سلفيانو دغه شان پلانونه د يوه پراخ پلان په جوړولو سره چي دغه پناه غوښتونکو ته په ټولنه کي ځای ورکړل سي، کيدای سي شنډ سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب