1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او اسرائيلو خبري اتري

۱۳۹۱ آذر ۱۶, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16wvl

د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د اسرائيلو د هغو پلانو څخه فاصله ونیوله، چي غواړي په لوېديځ اردن او شرقي بیت المقدس کښي د يهودي ناقلينو له پاره په زرو نوي کورونه جوړ کړي. په برلین کښي دواړو لومړيو وزيرانو انګيلا ميرکل او بنيامين نيتانياهو ترګډو حکومتي سلا مشورو وروسته اعلان وکړ، چي دوی پر دې خبره سره یو دي، چي د ناقلینو له پاره د کورونو د جوړولو پر موضوع باندي جوړ نسی راتللای. نيتانياهو په خپل نوبت سره بیا وویل چي اصلي مشکل د ناقلینو نه، بلکي د اسرائيلي دولت سره د عربي اپوزیسون جدي مخالفت دی. په ګډه اعلامیه کښي بیا دواړو خواوو ټینګار وکړی چي په تعلیمي – علمي برخه او د ځوانانو په تبادله کښي به ګډ کار سره وکړي.