1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او اسرايلو روابط

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

د جرمني او اسراييلو تر منځ عادي داسي روابط موجود ندي ، چه هغه ته دي سړی عادي روابط ووايي . »

https://p.dw.com/p/DwXD
انځور: AP
دا ۲۰۰۵ عيسوي کال ؤ ،کله چي دواړو هيوادو د ۴۰ کلو راهيسي خپل ديپلوماتيک روابط ساتلي وه . خو دخاصو روابطو احساس د هولي کاوسټ د ټول وژني په اولو لسوکلو کښي ډير قوي ؤ . د جرمني ځوانه ديموکراسي د مليونونو يهودانو د وژلو د مسؤليت په منلو سره د ازمايښت سره مخامخ سوه . ددغه لوی جنايت د په نظر کي نيولو سره ددواړو خواوو تر منځ دوباره پخلاينه يو ډير دروندبار دی ؤ ، چه د هغه پورته کول د جرمني د اولين صدراعظم کونراد آدناور دپاره ډير مشکل ؤ .
«موږ مجبوره ؤ هغه بې عدالتي چه د ملي سوسيالستانو لخوا د یهودانو سره سوې وه ، تر کمه ځايه چه ممکنه وي ، هغه جبران کو . »
د هغه جبرانول په اوله کښي د ا معنی ورکوي ،چه بايد جرمني د جنګ غرامات ورکي . او پدې ډول جرمني په اول سر کښي ۳٪۴۵ مليارډه مارکه اسراييلو ته د جنګ د غراماتو په ډول ورکړې .
«څو پدې وسيله د بې حده کړاو او عذاب د مرتکب کيدو له کبله ، د وجدان د پاکولو دپاره لار خلاصه سي . »
خو اسراييلو ته د تاوان ورکول ، لانجمن وه ،ځکه چه پيسو نسوای کولای چه روابط عادي کي . داچي بيرته دي د جرمني څخه يهودانو ته لاس وروغزول سي ، د ډيرو اسراييليانو دپاره د منلو وړ نه وه . خو د اسراييلو د لمړي صدراعظم ډيويد بن جورين دپاره بيا،چه په ۱۹۶۰ کال کي يې په نيويارک کښي د آديناور سره وليدل ، داسي نه وه .