1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او امريکا ترمنځ د «جاسوسۍ» منع کولو په خبرو کي خنډ

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۵, چهارشنبه

د آلمان دوو تنو سیاستوالو پر امریکا باندي غږ کړی دی چې د آلمان د «نه څارنې په اړه تړون» ملاتړ وکړي. د دغو سیاستوالو یوه یې ګواښ کړی دی چې که امریکا دغه کار و نه کړي نو په آلمان کي به پر امریکايي شرکتونو بندیزونه ولګوي.

https://p.dw.com/p/1AqlG
انځور: picture alliance/dpa

آلماني رسنیو ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو او آلمان تر منځ د استخباراتي څارني په اړه خبري اتري له یوه بنبست سره مخامخ شوي دي. دغو رسنیو زیاته کړې ده چې پر دې سره ډیر شمیر آلماني سیاستوالو د سه شنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې پر امریکا باندي باید د آلمان له خوا اقتصادي او سیاسي فشار راولي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، بیا ویلي دي چې اوس هم امریکا او آلمان د استخباراتي څارني په اړه خبري کوي.

له تړونونو ډډه کول

په پارلمان کې د آلمان د صدراعظمي انګېلا میرکل د ګوند د کورنیو چارو نوي ویاند شتیفن مایر، د سه شنبې په ورځ د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د میرکل حکومت باید له هغو امریکايي شرکتونو سره تړونونه وځنډوي چې په آلمان کې فعالیت کوي.

مایر وویل چې که د امریکا متحده ایالاتو او آلمان تر منځ خبري اتري کومي نتیجې ته و نه رسیږي نو باید بیا د آلمان حکومت پریکړه وکړي چې ایا امریکايي شرکتونه باید د حکومتي تړونه ترلاسه کړي او که ملکي. هغه زیاته کړه: «امریکایان په یوه ژبه ډیر ښه پوهیږي، او هغه د سوداګرۍ ژبه ده.» مایر ټینګار کړی دی چې دغه شان یو فشار یوازي د اروپا او امریکا تر منځ د آزاد سوداګري تړون د لیري کیدو په پایله کې رامنځته کیدای نه شي.

خبري اتري ښايي نتيجه ور نه کړي

د آلمان حکومت د تیر کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې برلین او واشنګټن پر داسې یوه تړون باندي خبري اتري کوي چې له مخې به یې امریکا او آلمان پر یو بل باندي څارنه نه کوي. دغه موضوع تر هغه وروسته ډیره توده شوه چې داسي رپوټونه خپاره شول چې ګويا امریکا متحده ایالات د آلمان د صدراعظمي انګلا میرکل، تلیفوني اړیکي څارلي دي.

د «زود دویچه څايتونګ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي ویلي دي چې اوس دغه خبري اتري له بنبست سره مخامخ دي. په عین حال کې دNDR آلماني تلویزیون هم ویلي دي چې آلمان د دغو خبرو اترو په اړه خپلي هیلي له لاسه ورکړي دي.

د آلمان د زرغونو د ګوند غړي چې تیر کال یې په مسکو کې له ايدوارد سنودن سره لیدلي ول د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ د دې تړون په اړه په خبرو اترو کي کوم پر مختګ کړی نه دی، ځکه حکومت له امریکا متحده ایالاتو څخه د جوابونو د غوښتلو په برخه کې ډیر محدود وو.»

دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې امریکا متحده ایالاتو هم دا موضوع آلماني سیاستوالو ته رسولې ده چې دغه شان یو تړون به لاسلیک نه کړي. امریکا په عین حال کې په آلمان کې د خپلو استخباراتي پروګرامونو په اړه له نظر ورکولو څخه هم ډډه کړې ده.

د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کي د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندي کیتلین هایدن، وویل چې له آلمان سره د څارنیزو پروګرامونو په اړه خبري اتري رواني دي. هغې په خپلو خبرو اترو کې داسې کومه خبره و نه کړه چې وښيي واشنګټن او برلین داسې کوم تړون لاسلیک کړي. هغې وویل: «دغه شان مشورې به زموږ د استخباراتي ادارو تر منځ دوام پیدا کړي. دا زموږ د ګډ تعهد یوه برخه ده چې په مرسته يې خپل عملي همکاري تقویه کړو.»