1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره ولیدل

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۱, شنبه

د اروپایي چارو له پاره د ترکیې د وزیر د څرګندونو وروسته، په برلین کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته وروغوښتل شو. اوس د ترینګلتیا د راکمولو په موخه د آلمان او ترکیې بهرنیو چارو وزیرانو سره په قطر کې لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/18uTs
انځور: picture alliance/dpa

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله، له خپل ترکیي سیال احمد داود اوغلو سره په قطر کې د «سوریې د دوستانو» د ډلې په غونډه کې لیدلي دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په وینا دغه لیده کتنه په یوه رغوونکي او دوستانه فضا کې تر سره شوې ده او دواړه مشران له اروپایي ټولنې سره د ترکیې د اړیکو په شمول په یو لړ موضوعاتو وغږیدل.

د آلمان صدراعظمې، انګلا مېرکل د مظاهره کوونکو پر وړاندې د ترکیې د پولیسو چلند چې په نتیجه کې یې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۷۵۰۰ نور ټپیان شوي دي، نیوکه کړې او هغه یې «ډیر سخت چلند» ګڼلی دی. د دغو مظاهرو لامل د استانبول په ګیزي نومې پارک کې د یوې ساختماني پروژي جوړیدل وو.

د اروپایي چارو له پاره د ترکیې وزیر اېګمن باغیس، د آلمان له صدراعظمې انګلا مېرکل څخه وغوښتل چې په اروپایي ټولنه کې د ترکیې د شاملیدو په اړه له خپلو شرطونه څخه تیره شي. هغه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون یوویشتمه) خبریالانو ته وویل، هیله ده چې مېرکل «د دوشنبې تر ورځې پورې خپله اشتباه» اصلاح کړي. هغه زیاته کړه چې پرته له دې به دغه کار خپل عواقب ولري.

په لومړي سر کې په پام کې وه چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به د دریو کلونو د مودې تیریدو وروسته د لومړي ځل له پاره په اروپایي ټولنه کې د ترکیې د شاملیدو په اړه د خبرو اترو نوی فصل پرانیستل شي. خو د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې استازي پر دې ونه توانیدل چې د دغه موضوع په اړه یوه توافق ته ورسیږي.

آلمان او هالنډ د دې پر ضد خپل نظر څرګند کړ او دغه تصمیم باید د اروپایي ټولنې غړو په توافق تر سره شوی وای. تر دې د مخه د اروپایي چارو له پاره د ترکیې وزیر، ایګمن باغیس مېرکل ته خبرداری ورکړ چې د اروپا په اتحادیه کې د ترکیې د شمولیت مسله په خپل هیواد کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو د مبارزې موضوع ونه ګرځوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د باغیس انتقاد ته د غبرګون په توګه، د ترکیې سفیر احضار کړ. لکه څرنګه چې یوه دیپلومات د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، د دې کار په تعقیب د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت، غوښتل په انقره کې د آلمان سفیر احضار کړي. په انقره کې د آلمان سفیر باید په برلین کې د ترکیې د سفیر د احضاریدو «سپیناوی» وکړي.

له دې مخکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، اندریاس پیشکه ویلی وو، چې له دغه احضار سره د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله د «آلمان پر وړاندې د ترکیې د رسمي مقام د څرګندونو» چې په برلین کې «د ستر سوء تفاهم لامل شوی وو» غبرګون وښود.