1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هالند د پناه غوښتنې سيستم یو «معياري سيستم» دی

۱۳۹۷ مرداد ۱۹, جمعه

په هالند کې د سياسي پناه غوښتنې څيړنه او ورته د مثبت یا منفي ځواب ورکولو چارې يوازې په اتو ورځو کې ترسره کيږي، خو په آلمان کې دغه بهير په اوسط ډول اته مياشتې وخت نيسي. کارپوهان د هالند دغه سيستم يوه «معياري بیلګه» بولي.

https://p.dw.com/p/32x5h
Niederlande -  Flüchtlinge kommen in einem ehemaligen Gefängnis in Amsterdam unter
انځور: picture-alliance/AP/M. Muheisen

په هالند کې د سياسي پناه غوښتنې اوسنۍ سياست په ټوله اروپا کې د تر ټولو د يوه سخت سياست په توګه ارزول کيږي. ښایي د پناه غوښتنې په هکله ژر پریکړې یي سبب وي.

خو د آلمان په مونستر پوهنتون کې د مهاجرت د چارو په هکله تحقيق کوونکی ديتر تهرينهاردت، بيا په دې آند دی چې «په هالند کې د پناه غوښتنې سيستم يو معياري بیلګه» ده.

په آلمان او هالند کې د پناه غوښتنې د وړاندې کولو په تګلاره کې هم توپيرونه شتون لري. يو اساسي توپير دا دی چې په هالند کې د پناه غوښتنې نژدې ټول درخواستونه د «تير آپل» په نوم ښار ته استول کيږي. دغه ښار د هالند په شمال ختيځ کې پروت دی. په هالند کې ميشت ۹۰ سلنه مهاجر په همدې سیمه کې ژوند کوي په داسې حال کې چې په آلمان کې بيا مهاجر د دغه هيواد په مختلفو سيمو کې اوسيدلای شي.

په هالند کې د مهاجرو په مرکز کې تر راجستر کيدو وروسته، د مهاجرو له پاره يو وکيل نيول کيږي. د هالند د مهاجرت او پناه غوښتنې له ادراې څخه جوئل شوني فيلد په دې اړه د آلمان خبري آژانس ته وويل: «کله چې ټول حقايق په خپل وقت سره موږ ته رسيدلي وي، هغه وخت د پناه غوښتنې پر درخواست پريکړه کول ډيره آسانه کيږي.»

په آلمان کې مهاجر مجبور وي چې د خپل کيس په لومړني پړاو کې په خپله د ځان له پاره وکيل ونيسي او يا هم خیریه ادارې په دې برخه کې مرسته کوي. دغه حالت د دې سبب کيږي چې مهاجر د معلوماتو د نه لرلو له کبله په لومړنۍ مرکه کې پوره شواهد نه شي وړاندې کولی او زیاتره وخت د هغوی د پناه غوښتنه ردیږي. خو د دې ترڅنګ بيا آلمان مهاجرو ته دا حق ورکړی چې د محکمې پر پريکړه اعتراض وکړي او پر خپلې دوسیې به سره د غور غوښتنه وکړي. په ۲۰۱۷م کال کې په آلمان کې د دغه ډول عریضو کچه  له څلویښت سلنې څخه هم لوړه وه. خو په دغه کال کې بيا هالند کې يوازې ۳۰۰۰ رد شوو پناه غوښتونکو د خپلو دوسیو پر وړاندې د بيا ځلي محکمې دايريدو غوښتنې کړې وه.

Niederlande Flüchtlinge in Nijmegen
په هالند کې تر ۹۰ سلنې مهاجر په يوه سيمه (تير آپل) کې اوسيږي - آرشيفانځور: Getty Images/AFP/P. van de Wouw

د مسلکي وکيل نقش

ديتر تهرينهاردت، ټينګار کوي چې کله د پناه غوښتنې چارې د يوه مسلکي وکيل له خوا د پناه غوښتنه وړاندې کيږي، نو په هغه صورت کې د ادارو له پاره کارونه ډير اسانه کيږي، ځکه چې په خبره یي مسلکي وکيلان د ټولو قانوني معیارونو په پام کې نیولو سره د پناه غوښتنه وړاندې کوي.

له بل لورې په هالند کې د ټولو هغو ادارو تر منځ چې د مهاجرت په چارو کې کار کوي ښه همغږي هم ترسترګو کيږي. د بيلګې په توګه په دغه هيواد کې د مهاجرو اداره، مرستندويې ادارې، پوليس او د عدليې څانګې خپل کارونه په منظم ډول سره مخ ته وړي.

په دې اړه شونې فيلد، وايي چې د مهاجرو په کمپونو کې تر راجستر کيدو ورسته د مهاجرو طبي معاينات ترسره کيږي او تر پنځو ورځو پورې مهاجر په ډاډمنه توګه خپل ژوند ته ادامه ورکوي. تر هغې وروسته په لومړۍ مرکه کې د مهاجر له خوا وړاندې کړل شوو معلوماتو ارزونه کیږي. د شونې فيلد په وينا دغه ټولې چارې په منصفانه توګه مخته وړل ټولې اته ورځې وخت نيسي.

خو په آلمان کې د لومړۍ مرکې وروسته د هغې پایله ښایي څلور نیمي میاشتې وخت ونیسي. په هالند کې د پناه غوښتنې يوه پره دريمه برخه غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شوی په داسې حال کې چې آلمان کې بيا د پناهندګۍ پر غوښتنو د مثبتو پریکړو سلنه څلویښتو ته رسیږي.

د دواړو هيوادونو د مهاجرت چارو ته په کتو، د چارو کارپوهان وايي چې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي اداره کولای شي د خپل ګاونډي هيواد هالند د مهاجرت له سيستم څخه موثره ګټه پورته کړي.

دا هم زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: