1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان جمهور ريس کولېر د برلين وينا

۱۳۸۸ فروردین ۵, چهارشنبه

د آلمان د ولسمشر هورست کولر لپاره ټولنيز اقتصادی بازار د اوسنی نړيوال مالی کړکيچ د له منځه وړلو په خاطر مناسب سمون دی. ددې په څنګ کې اقتصادی پرمختګ د ستونزو د حل يوازينی لار نه ده.

https://p.dw.com/p/HJNg
جمهور ريس کولېر د وينا په حال کې
جمهور ريس کولېر د وينا په حال کېانځور: picture-alliance/ dpa

کولر له خنډونو پرته په آزاده توګه د غرونو د ورانولو په ځای د اقتصادی بازار د سمې پکاروړنې هرکلی وکړ:

« دا آزادۍ او مسؤليت د دټولو د استفادې لپاره سره يوکوی. دغه کلتور تر پښو لاندې شوی. راځی چې د ټولنيز اقتصادی بازار د کلتور ښيګڼې بيا ومومو.»

يو پياوړی هيواد بايد د بازار نظم وضع کړی. کولر نيوکه وکړه چې د آلمان د مخور بانک انستيتوت هم د اوښتو په وخت د خطر په اړه لرليد له لاسه ورکړی وو. تر ننه پورې د تاوانونو د مسؤلينو د ګډون او خپلو مناسبو نيوکو ته بې پايلې څار کيږی. د برلين د اليزابيت په کليسا کې څه ناڅه 300 تنو ميلمنو د کولر له وينا څخه هرکلې وکړ. او وويل شول چې د پارلمان په ټاکنو کې به د حکومت په مسؤليت کومه رخصتی نه وی. د آلمان ولسمشر وويل چې کړکيچ ددوی ګټو ته هم تاوان رسولی دی:

«څه شی چې د ساری په ډول د امريکې د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما يي د اقتصاد او ټولنې په نامه وړاندې کوی، دا همدا زموږ د مودل، يعنې ټولنيز اقتصادی بازار سره ورته والی لری.

د برلين په اليزابت کليسا کې درې سوه انتخاب شوې کسان د کولېر وينا ته ناست وو
د برلين په اليزابت کليسا کې درې سوه انتخاب شوې کسان د کولېر وينا ته ناست ووانځور: picture-alliance/ dpa

هم دا ښيي چې آلمانان هم په اقتصادی کړکيچ د برلاسی لپاره د وړاندی کولو، څه لری.»

د کولر وينا د «آزادی اعتبار» تر نامه لاندې وه. په دې وينا کې دآلمان ولسمشر د لومړي ځل لپاره د نړيوال اقتصادی کړکيچ په اړه خپل موقف څرګند کړ. کولر وويل دا چې هره وچه په دې کړکيچ کې راګير ده، نو دا يو نړيوال ځواب غواړی، او ده بيا غوښتنه وکړه چې په تيره بيا په شمال بايد سوچ وشی. ده وويل چې د بشر په سلو کې يواځې 15 د آلمانانو په بڼه ژوند کولای شی، له دې امله د ټولې ځمکې او په لومړي سر کې د افريقا لپاره يوه پراختيايي سياست ته اړتيا ده:

«زه ددې پلوی کوم: زما لپاره زموږ د نړی بشريت د افريقا سرنوشت ټاکی. او نن موږ پوهيږو: دا به يو کوچنی خطر وی، چې د اورګاډي يوه داسې پټلی چې له ټولې افريقا څخه تيريږی، جوړه شی تردې چې د نيويارک په يوه بانک کې پانګه اچونه وشی.»

کولر چې مخکې د نړيوال وجهې صندوق مشر وو، د ستر مالی انستيتوت لپاره يي د نړيواې څارنې غوښتنه وکړه. د نړيوال وجهې صندوق لپاره د قرضو توکي بايد لږ تر لږه دوږه چنده شی، تر څو وکولای شی مرستې ته له اړو هيوادونو سره په ښه توګه ملاتړ وکړی. د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې بايد د نړيوال اقتصاد او مالی نظم بنسټيز ريفورم جوړ شی. د آلمان ولسمشر دغه راز د «ګرين نيو ديل » يا د چاپيريال لپاره دچاپیريال د کارپوهانو ملاتړ وکړ.

برت ګرسلر/ سهيلا حسرت نظمی
کتونکی: يحيی وردک