1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان جمهور رييس د ترکيی ميلمه دی

۱۳۸۹ مهر ۲۶, دوشنبه

خو د دي ميلمستيا لپاره په داسي وخت کي بندوبست شوی چي د جمهور رييس وولف په هيواد کي د بهرنيانوادغام په يوي لانجمني موضوع بدله شوي. د آلمان ډيري بهرني کډوال ترکان دي.

https://p.dw.com/p/Pgzx
د آلمان جمهور رييس کريستيان وولف
د آلمان جمهور رييس کريستيان وولفانځور: AP

د آلمان جمهور رییس کریسیتیان وولف ترکیه کی په سفر بوخت دی. هغه به د خپل دی سفر په ترڅ کی تر هر څه دمه په ترکیه کی د دینی آزادیو لپاره غږ وکړی. وولف چی د آلمان د بیا یو والی د شلمی کالیزی په مناسبت په خپلی وینا کی وویل چی اسلام آلمان پوری هم اړه لری، اوس به په ترکیه کی د کابو 100 زره

دغسی یو سفر پخواني جمهورريیس هورست کيلر په پام کي درلوده . که د المان په ټولنه کی د بهرنيانو په تيره بیا دترکانو دګډيدو اوادغام مسأله په آلمان کی یوه ډیره توده موضوع نه وای، ښایی دابه هم د يوجمهورريیس عادي سفر يوبهرني هيواد ته واي. خو جمهورريیس وولف دا د خپل ریاست مهمه موضوع ګرځولي داسی چي حتي د ده په خپل سیاسی ګوند کي هم د ده دڅرګندونو له امله جنجال راپورته شويدي .

جمهورريیس کريستیان وولف ترکيی ته په داسی یو وخت کی سفرکړيدي چی په هیواد کی یی د بهرنیانو ادغام په یوی لانجمنی موضوع بدله شوی: د بايرن د ايالت لمړي وزير هورست زيهوفر دی هيواد ته له نورو کلتوري کړيو څخه د کډوالو راتلل ردوي او لمړۍ وزيره انګلا ميرکل له المان څخه د یو څو کلتوري هيواد جوړيدو داعيه ناکامه بولي.

جمهورريیس وايی چي المان یو متنوع هيواد دي. او مطلب يي له دي نه دا دي چي دبيلو بيلو کلتورونو خلک دلته ژوند کوي. خو د ده هغی یوی تاریخی جملي چی د آلمان د بیا یووالی د شلمی کالیزی په مناسبت په خپلی وینا کی یاده کړه په آلمان او په ترکیه کي پاملرنه ځانته را اړولي ده: «اوس اسلام هم په المان پوري اړه لري »

د دی جملي د ويلو له امله دي د خپل ګوند د ډيرو غړيو له نيوکو سره مخامخ شويدي، خو دترکيی جمهورريیس عبدالله ګل يي پلوي کوي، ګل د آلمان «زیود دويچه څایتونګ» ورځپاڼي ته وویل:«هغه څوک چي د نړۍ په وړاندي ځان آزاده او پرانيستلي ښيي مجبوره دی چي د ډيرو دينونوموجوديت ومني .» ګل به وولف يوه نيمه ورځ له ترکيی څخه دکتني په وخت کي بدرګه کړي.

دجمهوررییس ولف پدي سفرکي به په دين باندي خبري له ټولوڅخه مهمه موضوع وي . وولف به د آسمانی رنګ نومی جومات ترڅنګ د ترکيی له لرغوني کليسا څخه هم کتنه وکړي .دا کوم تصادف ندي بلکه جمهورريیس له کليسا څخه کتنه هماغه له لمړي سر نه په خپل پروګرام کي نيولي وه. دي وايی:

«مونږ چي دلته د اسلام په وړاندي له آزادۍ اوپرانستلوالي څخه کار اخلو ، بايد ترکيه هم مسيحيانو ته د دين آزادي ورکړي ځکه چي يو وخت دهغه هیواد په سلوکي 20 اوسیدونکي مسيحي وو، او اوس مسيحيان ډير شاته تنبول شويدي.

کليسا ګاني په ترکیه کي ډيری له ستونزو سره مخامخ دي اودا به هم د وولف د خبرو له ټولو څخه مهمه موضوع وي . دغه رزه د آلمان جمهور رییس د دي پلوی ندي چي د اروپايی ټولني دروازه د ترکيی په وړاندي وتړل شي دي وايی:

«له ترکيي سره بايد پدي اړه خبري اتري منصفانه وي او د خبرو نتيجه بايد آزاده وي. زه دامنم چي په ترکيي کي داسي لړۍ رواني دي چي پاملرنه ځانته را وړوي .همدغه ډول د نوموړي هيواد په اساسی قانون کي د بدلون راتلل هم په سمه لاره باندي د ګام ايښودو معني ورکوي.»

د ترکيی لمړي وزير اردوګان له المان څخه دکتني په وخت کي په برلین کي څرګنده کړه چي دي په ترکيه کي د جمهوررییس ولف دهرکلي له کولو څخه ډير خوښيږي.

سونیلا سند/ رحیله امیری

کتونکی: عبدالباری حکيم