1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان جمهور رييس Horst Köhler يو ځل بيا انتخاب شو

۱۳۸۸ خرداد ۲, شنبه

د آلمان جمهور رييس: «زه له تولو هغو ّڅخه مننه کوم چي زه يي انتخاب کړم، او په عين وخت کي خپلو ديموکراتو سيالانو او د هغو راييوورکونو ته خپل ژور درناوي څرګندوم.»

https://p.dw.com/p/HvyR
د آلمان لومړي وزيري، انګلا مرکل د Köhler د بيا انتخاب په اړه وويل چي آلمان هغه ته د يو جمهور ريسس په توګه اړتيا لري.
د آلمان لومړي وزيري، انګلا مرکل د Köhler د بيا انتخاب په اړه وويل چي آلمان هغه ته د يو جمهور ريسس په توګه اړتيا لري.انځور: AP

د آلمان اوسني جمهور رييسHorst Köhler د پنځو نورو کلونو لپاره په خپل ماموريت کي پاتي شو.. دغه پريکړه نن د هغه هيواد پارلمان د دواړو جرګو استازو له 613 موافقو راييو سره وکړه. د هغه په مقابل کي دري نور کانديدان ؤ چي تر ټولو غښټلي يي د پوهنتون استاده، Gesine Schwan د سوسيال د ديموکرات د ګوند غړي ده. د آلمان د فدرالي شورا رييس NORBERT LAMMERT د راييو له شميرني څخه وروسته په لومړي سر کي د هغه یو کانديد اعلان وکړ، چي تر ټولو يي زياتي رايي وګتلي:

« دپروفيسور ډاکترHorst Köhler لپاره 613 رايي ورکړ شوي دي،» هغه شمير چي د جمهور رييس په توګه د ټاکل کيدو لپاره بسيا کوي.

د Köhler غښتلي سيالي ميرمن Schwan د آلمان د دواړو جرګو د حاضرو 1223 استازو ، 503 رايي وګتلي. دوه رايي بي اعتبار ګنلي شوي او لس نوري،مستنکفي دي.

د آلمان واکمن او نوي جمهور رييس، Köhler يو ځل بيا د خپل انتخاب په خاطر له ټولو څخه مننه وکړه.

«زه له تولو هغو ّڅخه مننه کوم چي زه يي انتخاب کړم، او په عين وخت کي خپلو ديموکراتو سيالانو او د هغو راييوورکونو ته خپل ژور درناوي څرګندوم.»

د آلمان فدرالی شورا
د آلمان فدرالی شوراانځور: AP

د جمهور ريس په توګه د بيا ټاکل کيدو سره Köhler په خپله لنډه وينا کي د آلمان او نړي رواني اقتصادي ستونزو ته ګوته ونيوله او د هغو حل يي د ټولو يوه ستر ننګونه وګڼله.

Köhler وويل« زمونږ هيواد په هغه يو کړکيچ کي پريوتي دي چي ټوله نړي ور سره لاس او ګريوان ده، ډير کارونه زمونږ په مخ کي دي چي بايد ترسره يي کړو،. آلمان کي ډير نوي فکرونه او استعدادونه شته دي چي بايد په کار ولويږي.»

Köhler د نړيوال کيدو او د يو انساني نظم لپاره بلنه ورکړه. هغه وويل: راځي يوبل ته لاس ورکړو او د نړيوالو ټولنيزو ستونزو ته ځواب پيدا کړو» هغه وويل چي په نړي کي بايد د «عدالت لمنه» پراخه شي.

د آلمان يو ځل بيا نوي ټاکل شوي جمهور رييس خپل وطن والو ته د خدمت وعده ورکړه

« ګرانو وطنوالو، د راتلونکو پنځو کلونو ماموريت لپاره چي خدمت وکړم، خوښ يم. زه تاسو ته وعده درکوم چي له خپل ټول قوت څخه به ستاسو د خدمت لپاره زيار وباسم.»

د آلمان لومړي وزيري، انګلا مرکل د Köhler د بيا انتخاب په اړه وويل چي آلمان هغه ته د يو جمهور ريسس په توګه اړتيا لري.

EPD/DW/ARD/TV/ عبدالباري

کتونکي: احمد ولي اڅکزي