1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د خلیج حوزې ته د تجهیزاتو د لیږد اجازه ورکوي

ډویچه ویله / شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ تیر ۶, شنبه

د خلیج فارس حوزی هیوادونو ته د وسلو صادرول یوه جنجالي موضوع ده. په آلمان کې واکمن ائتلاف سعودي عربستان، قطر او عمان هیوادونو ته په پراخه پيمانه د وسلو لیږد تصویب کړی دی.

https://p.dw.com/p/1FoKX
انځور: imago

د آلمان د«ډي پي ای» خبري آژانس او د «ولټ» په نامه ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ د آلمان حکومت د امنیت شوری عربي نړۍ ته د پوځي تجهیزاتو له لیږد سره موافقه کړی ده.


د رپوټونو په حواله د آلمان حکومت ځانگړو کمیسونونو د یوې پټې غونډی په ترڅ کې سعودي عربستان ته د آلمان ساخت ۱۵ د گزمې کشتیو د صادرولو پریکړه کړی ده. د دې ترڅنگ قطر او عمان هیوادونو ته هم د یوه یوه جنگي زرې پوش استول تصویب شوې دي.


همدارنگه آلمان قطر ته یو زنځیر ۲۰۰۰ ډوله ثقیل ټانک په آزمایشې توگه ورکوي. دغه ټانکونه د نړۍ یو تر ټولو لویو او مدرنه توپ لرونکو ټانکونو څخه شمیرل کیږي. د دې ترڅنگ ټاکل شوې ده چې دغه هیواد به د آلمان جوړ یو شمیر نورې زره پوښ موټرې هم ترلاسه کړي.

د خلیج فارس حوزی هیوادونو ته د وسلو لیږد یوه اختلافي موضوع ده. د آلمان د اقتصاد وزیر زیگمار گابریل څو واره د عربي نړۍ شخړو او له بشري حقونو څخه سرغړونو ته په کتلو سره دغو هیوادونو ته د جنگي زرې پوش د استولو په هکله د نویو مقرراتو پر رامنځ ته کولو ټینگار کړی دی.


د آلماني حکومت له حلقاتو څخه ویل شوي هغه دوه زري پوشه چې قطر او عمان ته استول کیږي، یوازی د« موقتي آزمایش هدف» لري. ویل شوې دي چې دا یوه پخوانې پریکړه ده چې د نوو مقرراتو سره هیڅ تړاو نه لري. همدارنگه قطر او عمان اجازه نه لري چې له دغو زري پوشونو څخه په پوځي عملیاتو کې استفاده وکړي.


د آلمان حکومت سعودي عربستان ته د گزمې د کشتیو په صادرولو کې هیڅ ستونزه نه ويني. ویل کیږي چې په نفتو بډایه هیواد سعودي عربستان غواړي په دې کشتیو سره د بیلگې په توگه د« اسلامي دولت» ډلې له خوا د دوی په اوبو کې د نفتو پر تاسیساتو د ترهگریزو بریدو مخنوي وکړي.

د« ولټ» ورځپاڼې د حکومتي کړیو په حواله لیکلي دي چې داسې یو څه د سعودي عربستان مشروع گټي دي او دغه بیړۍ نه له بشري حقونو څخه سرغړونه کولې شي او نه هم اپوزیسیون تر فشار لاندی راوستلي شي. ورځپاڼې د دغو حلقاتو په حواله وړاندی لیکلي دي: یو شمیر د دغو بیړیو یوازی پر دفاعي وسلو سمبال دي.

Infografik deutsche Rüstungsexporte in "Drittstaaten" 2014 Deutsch


گابریل: د پوځي تجهیزاتو محدود صادرات

د آلمان د اقتصاد وزیر زیگمار گابریل د آلمان د اپوزیسیون په سیاستوالو کې د آلماني ساخت وسلو د صادراتو یو تر ټولو سخت انتقاد کونکی دی. هغه په ۲۰۱۲ کال کې سعودي عربستان ته د«لیوپارد» ډوله ټانکونو له لیږد سره هم ډیر سخت مخالفت ښودلې وو.

گابریل د آلمان د اقتصاد وزیر په توگه د خپلې دندی تر سمبالولو وروسته ژمنه کړی وه چې د وسلو د صادراتو د جوازونو د تصویب په برخه کې به په خپل دریځ ټینگ اودریږي.


د ۲۰۱۴ کال د وسلو د صادراتو رپوټ چې د چهارشنبې په ورځ د کابیني له خوا تائید شو، ښئ چې د اقتصاد د وزیر په توگه د گابریل د ماموریت په لومړي کال کې د ۵،۶ میلیارده یورو په ارزښت د وسلو صادرول تصویب شوې دي. دا تر هغه د یو کال مخکې په پرتله ۲۲ سلنه کموالې او له ۲۰۱۰ کال راپه دې خوا تر ټولو ټیټ رقم دی.

خو سره له دې هم انتقاد کونکي وایې چې پر دریم گرو هیوادونو چې نه هم د ناټو د تړون غړي دي او نه هم د آلمان سیال هیوادونه دي په مجموع کې د آلمان د وسلو د صادراتو ۶۰ سلنه برخه پلورل کیږي.

برعکس د آلمان حکومت بیا وایې چې په لومړي قدم کې تر ټولو ډیر ارزښت هغه «اوبتل» درلود چې د ۶۰۰ میلیونه یورو په بدل کې اسرائیلو ته ورکړل شوې دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب