1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت په افغانستان کې د د رو تنو جرمنيانو وژل وغندل

۱۳۸۶ مرداد ۲۴, چهارشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت وياند په برلين کې خبر يالانو ته ويلي چې نن په کابل کې د رې تنه آلماني پوليس د يوې چاود ني په پېښه کې وژل سوي دي

https://p.dw.com/p/DKHs
پېښه د کابل په بگراميو سيمه کې رامنځ ته سوه
پېښه د کابل په بگراميو سيمه کې رامنځ ته سوهانځور: AP
پېښه هغه مهال د کابل د بگرامۍ په سيمه کې رامنځته سوه چې د غه آلماني پوليس د افغاني پوليسو د روزلو ځای ته په لاره وو چې د سړک د غاړي د يوې چاود ني ښکار سول.
د کورنيو چارو د وزارت د وياند په وينا د غه پوليس پخپله خوښه افغانستان ته تللي وو.
په روان وخت کې پنځوس تنه آلماني پوليس په افغانستان کې د پوليسو په روزلو کې خد مت کوي. خو داچې څومره نور پوليس او امنيتي مامورين په افغانستان کې د آلماني ډ يپلوماتانو د ساتني د نده په غاړه لري په دې اړه د آلمان د کورنيو چارو وزارت څه ند ي ويلي.
د غه د رې تنه وژل سوي پوليس په افغانستان کې د آ لمان د سفارت او سفير د ساتني په خد مت کې وو
د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې لومړنيو څېړنو دا ښود لي چې دا پوليس د يوې حملي په ترځ کې وژل سوي دي ځکه دد وي په وينا که چېري دا پېښه په مځکه کې د يوه پخواني ماين په اثرسوې واي نو د چاود ني قوت به د ومره نه واي.
په کابل کې د نن ورځي په پېښه کې د رې تنه آلماني پوليس وژل سوي او يو بل ټپي سوی دی.
په دې د روتنوکې د وه تنه يي د آلمان د جنايي څانگي ساتند ويان وو او بل يې د پوليسو يو مامور وو.
د جرمني د کورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو دا عمل په شد ت سره غند لی او د وژل سوو پوليسو د کورنيو سره يې خپله خواخوږي ښودلي او دايې هم ويلي چې آلمان به په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته د وام ورکوي او خپلي ژمني به دد غه جگړه ځپلي هېواد سره تر سره کوي.