1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت په ټوله نړۍ کې د اعدام سزا بندېدل غواړي

آژانسونه۱۳۹۴ مهر ۱۸, شنبه

د اعدام د سزا پر ضد په نړيواله ورځ د آلمان حکومت د دغې سزا له منځه وړل غوښتي دي. د بشري حقونو فعالين اوسمهال د اعدام سزا ډېرېدو ته د اندېښنې په سترګه ګوري.

https://p.dw.com/p/1Gm1i
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بشري حقونو او بشري مرستو استازی، کريستوف شترېسر، وايي «دا يو غلط فکر دی چې د اعدام سزا دې د جرمونو په وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي.» شترېسر په دغو ټکو په دولتي کچه د اعدام له سزا څخه کار اخيستل غندي. نوموړی زياتوي چې «د آلمان حکومت د اعدام سزا د ټولو شرايطو لاندې که هم تر سره شي، د يوې ظالمانه سزا په توګه پېژني او هغه په کلکه ردوي. هغه په ۲۱ پېړۍ کې نور ځای نه لري.» دغه څرګندونې د سوسيال دموکرات ګوند سياستوال د اعدام د سزا په وړاندې په نړيواله ورځ وکړې، چې نن لمانځل کيږي.

«له غلطو حکمونو څخه هم هسې سترګې پټيږي»

د آلمان حکومت د بشري حقونو استازي زياته کړه چې په نړۍ کې ډېرو هېوادونو د مرګ سزا بنده کړې ده، خو «په چين، ايران، پاکستان، سعودي عربستان او عراق کې په دې وروستيو کې د اعدام شمېرې يو ځل بيا لوړې شوې دي.» دغسې سزاوې خلکو ته ډېر ځله «له شکمنو حکمونو وروسته اورول کيږي» چې پر جرم باندې اعتراف د شکنجې له لارې اخيستل کيږي او انسانان بيا په ناحقه په اعدام محکوميږي. د «اندېښنې وړ» دا خبره هم ده چې ډېر وخت تورنو کسانو ته د قضايي پلټنو پر مهال نه د مدافعې وکيل او نه کوم ژباړونکی په اختيار کې ورکول کيږي. شترېسر په دې اړه زياته کړه چې «دا په داسې حال کې ده چې هغه هېوادونه چې د جرمونو د پر له پسې تعقيب تضمين نه شي کولای، د غلطو حکمونو په وړاندې هم سترګې پټوي.» دی زياتوي چې هغه دليل چې د مرګ سزا دې له تروريزم سره په مبارزه کې مرسته وکړي، ده ته د منلو وړ نه دی. شترېسر حتی دا وايي چې «د بشري حقونو تر پښو لاندې کول په حقيقت کې داسې يوه ټولنيزه فضا رامنځ کوي چې بې ثباتۍ او ترهګرۍ ته لمن وهي.»

په شپږو مياشتو کې ۷۰۰ اعدامونه

د بخښنې د نړيوال سازمان د څرګندونو له مخې پروسږ کال لا په ۲۲ هېوادونو کې د مرګ سزا موجوده وه. يوازې په چين کې د اټکلونو له مخې په زرونو اعدامونه تر سره شول.

د نړۍ په هغو هیوادونو کې چې د اعدام سزا جاري ده او په ۲۰۱۴ کال کې هغه تطبیق کړې ده
د نړۍ په هغو هیوادونو کې چې د اعدام سزا جاري ده او په ۲۰۱۴ کال کې هغه تطبیق کړې ده

د بشري حقونو فعالان اوس په اندېښنې سره دې ته ګوري چې مختلفو هېوادونو سږ کال بيا اعدامونه ډېر کړي دي. په ايران کې د بخښنې نړيوال سازمان د معلوماتو په حواله د کال په لومړۍ نيمايي کې څه نا څه ۷۰۰ انسانان د دولت له لوري وژل شوي دي. په سعودي عربستان کې سږ کال څه باندې ۱۰۰ اعدامونه وشول. د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير به په روانه مياشت کې دواړو يادو هېوادونو ته سفرونه وکړي.