1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان افغانستان ته د نورو سرتیرو لیږلو غوښتنه کړې

۱۳۹۶ اسفند ۱۳, یکشنبه

د آلمان د دفاع وزیره اورزولا فون دیر لاین په پام کې لري چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د مشورې او روزنې په برخه کی د آلمان هیواد ونډه پراخه کړي او شمیر به یې تر ۱۳۰۰ پورې ورسیږي.

https://p.dw.com/p/2tfVB
Jordanien Verteidigungsministerin Ursula von der Leyen besucht Bundeswehr
انځور: picture-alliance/AP Images/J. Macdougall

دا د اوس په نسبت دريمه برخه زيات سرتېري دي. د آلمان د پارلمان د اوسني جواز له مخې يوازې تر ۹۸۰ پورې عسکر دغه ماموريت ته ګمارل کېدای شي چې اوسمهال په افغانستان کې میشت د آلماني سرتیرو شمیر ۹۶۳ تنو ته رسیږي.

د آلمان دفاع وزیره چې اوسمهال د چارو د سمبالوونکې په توګه کار کوي او داسې اټکلونه هم کیږي چې په دې هیواد کې د نوي ستر ائتلافي حکومت په جوړیدو به په خپل موقف پاتې شي. نوموړې د طالبانو بیا غښتلي کیدل او د اسلامي دولت یا داعش ډلې پراختیا د منځنۍ آسیا هیوادونو ته د یوه تهدید په توګه ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سازمان غړو هیوادونو تیرکال د افغانستان ځواکونو د روزنې او مشورې له پاره دې هیواد ته د لا ډیرو سرتیرو لیږلو باندې سلا وکړه چې په دې توګه به په افغانستان کې د ناټو د سرتیرو شمیر له ۱۳ زرو څخه ۱۶ زرو سرتیرو ته لوړ شي.

د تیر کال د سپتمبر میاشتې په ۲۴ نیټه د آلمان تر پارلماني ټاکنو وروسته د ګډ ائتلافي حکومت د جوړیدو د ځنډ له امله تر اوسه پورې د آلماني سرتیرو شمیر لا روښانه نه دی. خو ویل کیږي چې د انګلامیرکل په مشرۍ د مسیحي دموکرات ګوند او د آلمان په بایرن ایالت کې د هغې ملګری ګوند مسیحي سوسیال ګوند له خپل ائتلافي ملګري ګوند سوسیال دموکراتانو سره په دې موضوع عمومي هوکړې ته رسیدلې دي.

د ۲۰۰۲م کال راهیسې په افغانستان کې د آلمان ټولټال ۵۶ سرتیري وژل شوي دي. په ۲۰۱۳م کال کې هغه مهال چې د ناټو جګړه ایز ماموریت پای ته ورسید، د آلماني سرتیرو تر ټولو ډیر شمیر ۵۰۰۰ سرتیرو ته رسیدلی وو.

انځورونه: د افغانستان د ځانګړو ځواکونو روزنه پیاوړي کیږي، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څځه: