1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ائتلافي حکومت د جوړښت په موخه ازمايښتي خبري

۱۳۹۶ دی ۱۸, دوشنبه

د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند د عمومي منشي په حواله د مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکراتانو ترمنځ  د ائتلافي حکومت د جوړولو په موخه د ازمايښتي خبرو اترو لومړی پړاو په متمرکزه او پرانيستې فضا کې وشو.

https://p.dw.com/p/2qUHn
Deutschland Sondierungsgespräche in Berlin Merkel und Schulz
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان د مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات گوندونو مشرانو د نوي ائتلافي حکومت د جوړولو په موخه د ازمايښتي خبرو په لومړۍ ورځ د (۲۰۱۸ م کال د جنوري ۷ نيټه) په آلمان او اروپا کې د هر اړخيزو اصلاحاتو پر اړتيا ټينگار وکړ. د سوسيال ديموکرات گوند عمومي منشي لارس کلنگ بايل، په برلين کې وويل: «موږ ټول د آلمان او اروپا د راتلونکي په تړاو په خپل مسئوليت پوه يوو.»

د آلمان د مسيحي ديموکرات او مسيځي سوسيال اتحاد او سوسيال ديموکرات گوند ژمنه وکړه چې دا مذاکرات به ژر تر ژره او په رغنده توگه سرته ورسوي. د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل د خبرو اترو ترمخه د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند په مرکزي دفتر کې وويل چې دا له سوسيال ديموکرات گوند سره د مذاکراتو په تړاو خوشبينه ده. د نوموړې په خبره به په راتلونکو پنځوو ورځو کې مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات گوندونه په «ډيري چټکۍ او شدت» سره خپل کار پر مخ يوسي.

هغې وويل: «مسيحي ديموکرات گوند په دې مذاکراتو کې د يوه باثباته حکومت د رامنځته کولو له پاره د شرايطو د برابرولو هدف تعقيبوي، ځکه موږ په دې باور لرو چې هغه وظايف چې موږ یې بايد بشپړ کړو او د بشپړولو له پاره یې انتخاب شوي يوو، ډيرزيات دي. په دې وظايفو کې د خارجي او د اروپا د سياست چيلنجونه او همدا راز کورني مسايل شامل دي.»

ميرکل زياته کړه: «زما په آند موږ کولای شو توافق ته سره ورسيږو. موږ پريکړه کړې چې ډير جدي او په چټکۍ سره پرمخ ولاړ شو او هره ورځ دا په پام کې ونيسو چې د آلمان خلک زموږ څخه څه تمي لري.»

سياست بايد بدل شي

د سوسيال ديموکرات گوند عمومي منشي لارس کلنگ بايل، هم په خپلو خبرو کې وويل چې: «په دې هيواد کې سياست بايد بدلون ومومي.»  کلنگ بايل زياته کړه: «ټولو ته روښانه ده چې دا بن بست نور دوام بايد ونه کړي.» ده وويل: «دا د ټولو هيله ده چې راتلونکې پنجشنبه بايد ازمايښتي خبري اترې يوې داسې نتيجې ته ورسيږي چې پر بنسټ یې موږ بيا بايد دا پريکړه وکړو چې آيا نورې خبرې اترې ارزي او که نه. هغه زياته کړه چې آلمان په يوه «نوي پړاو کې دی او دا پړاو يوه نوي سياست ته اړتيا لري.» 

کلنگ بايل په خپلو خبرو کې وويل چې په لومړۍ ورځ د ۱۵ کاري ډلو په ترڅ کې سلا مشورې وشوې، خو د جزياتو له ورکولو یې ډډه وکړه. ده وويل چې دغه سلا مشورې ډيري جدي او متمرکزې وې خو په پرانيسته فضا کې وې.

د مذاکراتو ښه پیل

د وخت او اصلاحاتو پر زيات فشار سربيره او له څرگندو مخالفتونو سره سره هم د درو سرو گوندونو استازي په دې باوري ول چې يوه توافق ته سره رسيدلای شي. مسيحي ديموکرات (CDU) او مسيحي سوسيال (CSU)  گوندونه د يوه باثباته ائتلاف رامنځته کولو ته ليوال دي. خو سوسيال ديموکراتانو لا واضح کړې نه ده چې هغوي د اوسني ائتلاف يعني د همدې درو گوندنو ائتلاف ته دوام ورکول غواړي او که د گډ کار يوه بل شکل ته زمينه برابرول غواړي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير زيگمار گابريل په حواله چې د سوسيال ديموکرات گوند غړی دی، اروپا بايد د مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات گوند ترمنځ د يوه ممکنه ائتلافي تړون په مرکز کې وي. گابريل د آلمان له لومړي تلويزيون سره په خبرو کې وويل چې ستر ائتلاف په ۲۰۱۳م کال کې يوه سهوه کړې وه هغه دا چې پر داخلي سياست یې زيات تمرکز کړې وو او اروپا ته یې لږ پاملرنه کړې وه.

خو د گوند مشر مارتين شولڅ د خبرو اترو ترمخه د «رغنده مذاکراتو» او د نتيجه لرونکو خبرو اترو اعلان وکړ. هغه وويل: «موږ وليدل چې تر پارلماني ټاکنو وروسته د مسيحي اتحاد، زرغون او آزاد ديموکرات گوند ترمنځ د ائتلافي حکومت د جوړښت خبرو اترو اته اوونۍ دوام وکړ. موږ به دومره زيات وخت وا نه خلو. موږ به په راتلونکو پنځوو ورځو کې ازمايښتي خبرې اتري بشپړي کړو. پنځه ورځې د دې له پاره بسنه کوي چې موږ وپوهيږو چې آیا کافي مشترک ټکي لرو، څو د ائتلافي حکومت د رامنځته کولو خبري اترې پيل کړو. زه په دې باوري يم چې ټول اړخونه د رغنده خبرو اترو هيله لري او په همدې روحيه خپلو مېلمنو ته ښه راغلاست وايم. هرکله راشئ.»

 (dpa, afp, rtr (B.S/N.Z