1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې وضعیت ښه شوی نه دی»

۱۳۹۶ بهمن ۲۷, جمعه

د آلمان بهرنۍ استخباراتي ادارې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت په هکله انديښنه څرگنده کړې ده. د دغه ادارې مشر د یوې ځایي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان په وضعیت کې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی.

https://p.dw.com/p/2sms4
New BND Chief Bruno Kahl
انځور: Getty Images

د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې مشر «برنو کال»، آلمانۍ ورځپاڼۍ «تاګس شپیګل» ته د جمعې په ورځ وویل: «موږ داسې اټکل کوو چې په افغانستان کې ۴۰ سلنه خاوره د امنیتي ځواکونو له لوري نه کنترولیږي، بلکې د طالبانو او نورو یاغي ډلو لاسونو ته لویدلې ده.» هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې «ټولې نخښې نښانې پر دې شهادت ورکوي چې اوسمهال دافغانستان په وضعیت کې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی.»

د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې مشر په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي چې په افغانستان کې طالبان او د «اسلامي دولت» نومې ترهگرۍ ډلې څانګه د دې وړتیا لري چې «په کابل کې چې ډیر شمیر امنیتي ځواکونه پکښې شته، ویجاړونکي بریدونه تر سره کړي.» د «کال» په خبره دا په دغه هیواد کې «د آلماني عسکرو او تأسیساتو له پاره د یوه دوامدار خطر په معنی هم ده.» د آلمانې د استخبارتي ادارې  نوموړي رئیس پر دې خبره ټینګار کړی دی چې د افغانستان په ټولو سیمو کې «تل د بریدونو د رامنځ ته کیدو امکان شته.» زیاته شوې ده چې طالبان شا او خوا ۳۰ زره فعاله جنګیالي لري. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د امنیتي چارو کارپوهانو څه موده وړاندې دغه شمیر ۶۰ زره تنه اټکل کړی وو.

د دغه آلماني استخباراتي مشر په نظر د طالبانو، داعش او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د جگړې گتل هسی هم آسانه نه دي چې سړی  فکر کوي. هغه ویلي دي چې دا ګرانه ده چې «په افغانستان کې د یوې پایښت لرونکي بریا په هکله خبره وشي.»  د دې یو دلیل نوموړي د افغانستان جرافیايي موقعیت گڼل او وايی چې دا هیواد غرنی دی.

«برنو کال» زیاته کړه: « پر دې واقعیت تاریخ هم شهادت ورکوي چې په افغانستان کې بریتانوي استعماري امپراطورۍ او (پخواني) شوروي اتحاد ماتې خوړلې ده، او نن ورځ هم پر ټول هیواد باندې کنترول تر لاسه کول د امنتیي ځواکونو له پاره له ننګونې ډک کار دی.»

«کال» یادونه کړې چې امریکایان له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه هڅه کوي چې د طالبانو پر شا وتمبوي او هغوی ته  زیاتې مرگ ژوبلې واړوي. د هغه په نظر له دې « څخه هدف  د طالبانو کمزوري کول دي، څو هغوی د سولې خبرو اترو ته حاضر  کړای شي.»