1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د تابعيت ورکولو له پاره د يوه بل معيار غوښتنه

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

د آلمان د عدليې وزيري د هغه نوښت هرکلی کړی دی، چي هغه څوک چي ډيري ښځي ولري د دغه هيواد تابعيت بايد ور نه کړل سي.

https://p.dw.com/p/3Iq7U
Deutschland Einbürgerungsurkunde
انځور: picture-alliance/dpa/S. Jansen

د سوسيال ديموکرات ګوند غړي او د آلمان د عدليې وزيرې کاترينا بارلي د دولت د فراکسيونونو له هغه نوښت څخه هرکلی وکړ چي له مخي يي بايد د څو ښځو خاوندانو ته آلماني تابعيت ور نه کړل سي.

بارلي د آلمان د رسنيو آژانس ته ويلي دي چي ايتلافي حکومت به له سوسيال ديموکرات ګوند سره په ګډه، په دې اړه يوه مشترکه مسوده د آلمان پارلمان ته وړاندي کړي.

په اصل کي د آلمان د کورنيو چار وزير هورست زيهوفر، مخکي لا د آلماني تابعيت په قانون کي د اصلاح په اړه داسي يوه مسوده منلې وه. خو د کابينې تر پريکړي مخکي لا دغه پلان سوي بدلونونه د کورنيو چارو وزارت له خوا لغوه سول.

د عدليې وزارت ويلي دي چي په دې اړه کوم اقدام ونه سو دا ځکه چي په مجموع کي مخالفتونه موجود ول. د هغوی په خبره زيهوفر او بارلي بايد تر هرڅه دمخه، له دوه تابعيت لرونکو داعش جنګياليو څخه د آلماني تابعيت د اخيستلو مسوده وړاندي کړې وای.

په آلمان کي د هغه چا له پاره چي يو واده ولري، د دوهم واده کول جرم بلل کيږي. همدارنګه د آلمان ايالتي شورا هم تيره اونۍ په دې اړه د ورته دريځ پريکړه کړې ده.

که څه هم تر اوسه پوري لږ داسي پيښې سته چي د څو ودونو له امله شخړه ايزي وې خو ښايي په آينده کي هغه ډيري سي، دا ځکه چي د پناه غوښتونکو په ځينو اصلي هيوادو لکه سوريي، عراق او افغانستان کي اوس هم خلک څو ودونه کوي.

د اسلامي قانون له مخي يو نارينه کولاي سي څلور ښځي ځان ته واده کړي.

(G.P/N.Z(dpa