1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزير افغانستان ته سفر کړی دئ

نجيب الله زیارمل (دويچه ويله آژانسونه)۱۳۹۲ خرداد ۳۰, پنجشنبه

دا افغانستان ته د آلمان د دفاع وزير دوولسم سفر دی چي کوي ئې. اوس هم په دغه هيواد کي نزدې ۴۰۰۰ آلماني سرتيري مېشت دي. هغه د افغانستان په دغه سفر کي له خپل ايټالياوي او افغان سيال سره هم ولیدل.

https://p.dw.com/p/18tHj
انځور: Reuters

توماس ديميزير په يو ناڅاپي سفر د افغانستان په شمال کي د آلماني ځواکونو عمومي پوځي اډې ته رسېدلی دئ. د هغه د سفر هدف په دغه هيواد کي د آلماني سرتيري څخه له نژدې ليدنه کتنه ده.

افغانستان ته د آلمان د دفاع وزير سفر دوې ورځي وروسته له هغه تر سره کيږي، چي افغانانو د ټول هیواد امنيتي مسئوليت پرغاړه واخيست. نړيواله ټولنه په پلان کي لري چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي يو بل نوی ماموريت پيل کړي.

د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، په افغانستان کې د آلمان د پوځ د اوږدمهالې همکارۍ له پاره ځیني نوي شرایط کیښودل. په افغانستان کې د خپلو سرتیرو سره د لیدنې کتنې پر وخت دیمیزیر وویل چې په دغو شرایطو کې یوه هم «د سرتیرو د موقف پر سر د یوه پایښت لرونکي او باور وړ موافقه» شامله ده.

په دغه ماموريت کي به يوازي افغان امنيتي ځواک ته روزنه ورکول کيږي او د هغوی ملاتړ به کیږي. آلمان وختي لا اعلان کړی دئ، چي دغه ماموريت ته به له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ تنو پوري سرتيري ولېږي.

د آلمان د دفاع وزیر، د پنجشنبې په سهار وختي په مزارشریف کې له خپلو سرتیرو سره ولیدل او له هغه ځای څخه هرات ته ولاړ، چیرته چې هغه د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي او دغه راز د ایتالیا له دفاع وزیر چې هغه هم هلته په سفر بوخت وو، لیدنه کتنه وکړه.

ديميزير څه موده دمخه ويلي ول چي په افغانستان کي د نوي ماموريت غوښتنه بايد افغان حکومت وکړي او د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي يې بايد پريکړه وسي.

آلمان په روان وخت کي په افغانستان کي نزدې ۴۱۰۰ سرتيري لري چي اکثره ئې د دغه هيواد په شمال کي مېشت دي.

څو ورځي وړاندي آلماني ځواکونو د افغانستان په شمال کي خپله دوهمه پوځي اډه چي په بغلان کي ول هم افغانانو ته وسپارله.

په پلان کي ده چي د آلمان د دفاع وزارت به په مني کي د کندوز ولايت له ستره پوځي اډه څخه هم ووزي او په دې ترتيب سره به نو يوازي په مزارشريف کي يوه عمومي اډه ولري.

آلماني ځواکونو په لومړي سر کي له بدخشان ولايت څخه ووتل، چي تقريباً شپږ مياشتي وروسته بيا په دغه ولايت کي د امنيتي وضعيت تر خرابېدو وروسته مجبوره سول چي يو شمېر سر تيري بيرته ور ولېږي.

څه موده دمخه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي ول، چي د هيواد په شمال کي يې څو ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له گواښ سره مخامخ دي. هغوی زياته کړې وه خو دا په دې معني نه ده چي افغان امنيتي ځواک ئې د ساتني وړتيا نه لري.