1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزیرې د آژه سمندر ماموریت څخه لیدنه وکړه

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

د شپږو اونیو راهیسې ناټو په اژه سمندر کې د انساني قاچاق د مسیر څارنه کوي. د آلمان د دفاع وزیرې د خپلو ځواکونو څخه د لیدنې پر مهال دا یو کامیابه ماموریت وباله. خو تر اوسه پورې د دغه ماموریت د ختمیدو په هکله فکر نه کیږي.

https://p.dw.com/p/1IZDa
انځور: picture-alliance/AP Photo/I. Wagner

سربیره پر دې چې آلمان ته د راتلونکو کډوالو په شمیر کې د پام وړ کموالې راغلې دی د دغه هیواد د کورنیوچارو وزیره اورزولا فون دیر لاین، غواړي چې د آژه په سمندر کې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندی د ناټو ماموریت په چوکاټ کې د خپلو ځواکونو ماموریت وغځوي.

د آلمان د دفاع وزیرې د چهارشنبې په ورځ د خیوس په ټاپو کې د«Bonn» په نوم د آلماني ځواکونو سمندري ماموریت څخه د لیدنې پر مهال وویل: «موږ اجازه نه لرو چې مخکې له وخت څخه ووزو، په دې صورت کې به یو وار بیا قاچاقبران کوښښ وکړي چې خپل د کاروبار زوړ میتود بیرته را ژوندی کړي.»

فون دیر لاین په پام کې لري چې په راتلونکي کې د ساموس، کوس او لیروس ټاپوگان هم په دغه ماموریت کې شامل کړای شي. په اوس وخت کې د ناټو د شپږو غړو هیوادونو یوازې ۸ کیشتۍ د ترکیې او یونان د لیسبوس او خیوس ټاپوگانو تر منځ ماموریت ترسره کوي.

په تیرو شپږو اونیو کې دوی د مهاجرو نږدې ۱۰۰ کیشتیو په هکله د ترکیې او یونان ساحلي گارد ته اطلاع ورکړی. خو دوی پخپله په دې برخه کې اقدام نه کوي. آلمان په دغه ماموریت «Bonn» کې خپل ۲۰۰ سرتیري گمارلي دي.

د مارچ میاشتې په ۲۰ نیټه د کله راهیسې نه چې د اروپایې اتحادیې او ترکیې تر منځ د موافقې عملي کیدل پيل شوي دي، د آژه سمندر په مسیر اروپا ته د راتلونکو کډوالو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمیشنرۍ UNHCR په حواله د اپریل په میاشت کې په اوسط ډول د ورځې ۱۳۰ تنه مهاجر له دې لارې اروپا ته راتلل، په داسې حال کې چې د موافقتنامې تر عملي کیدو یوه اونې مخکې دغه رقم لس برابره لوړ وو.

د نورو تر څنگ د دغې موافقتنامې له مخې ترکیه باید له یونان څخه ټول هغه کډوال بیرته ومني چې په دغه هیواد(یونان) کې یې پناهندگې نه ده ورکړی.

د ناټو دغه ماموریت یو کړکیچنه بڼه غوره کړی، ځکه د یونان او د ناټو د دغه غړي هیواد(ترکیه) تر منځ بې اعتمادي ډیره شوې ده. له همدې امله تر اوسه پورې دغه ماموریت یوازې د آژه سمندر په شمالي سیمو پورې محدوده شوې پاتې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب