1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د سوسيال دموکرات گوند د فراکسيون مشر ښاغلی پيتر ستروک په افغانستان کې

۱۳۸۵ اسفند ۱, سه‌شنبه

د آلمان په پارلمان کې د آلمان د سوسيال دموکرات گوند SPD د فراکسيون مشر ښاغلی پيتر ستروک د دوو ورځو لپاره افغانستان ته تللی دی، تر څو په خپلو ستورگه وضع ووينی.

https://p.dw.com/p/DKJo
ستروک په ٢٠٠٢ کال کښې، کله چې دی د دفاع وزير و هم افغانستان ته تللی و
ستروک په ٢٠٠٢ کال کښې، کله چې دی د دفاع وزير و هم افغانستان ته تللی وانځور: AP

د دغه سفر موخه د مارچ په مياشت کې د آلمان په پارلمان کې افغانستان ته د تورنادو الوتکو د لېږلو په هکله تصميم نيول دی. دغه شپږ الوتکي د افغانستان په جنوب کې هم آلوتل کوي او آلمان په دی تشويش کښې دی، چې کيدای شی آلمان د طالبانو او القايده سره په جگړه کې راگير شی.