1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د سولي په کلي کي د افغان ماشومانو درملنه

۱۳۹۷ آذر ۱۲, دوشنبه

د آلمان د سولي کلي په نامه مرستندويه ټولنه د هغو جګړه ځپلو هیوادونو له ماشومانو سره د درملني مرسته کوي چې کورنۍ يې مالي توان نه لري. الفت له هغو ناروغو ماشومانو څخه يو دی چې په آلمان کي يې درملنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/39420
Afghanische Kinder Peace Village Organisation Deutschland
انځور: DW

د آلمان (سولې دهکدې) له خوا په لومړي ځل له پاکستان څخه  په ۱۹۸۷م کې  ناروغه مهاجر ماشومان د درملنې له پاره آلمان ته راوستل شوې. په کابل کې د کمونیستې پلوه حکومت او بيا وروسته  د مجاهدينو،طالبانو او کرزي د واک پر مهال  دغه لړۍ  دوام کړې او تر اوسه دغه مرستې روانې دي.  الفت سادات هغه پنځه کلن د زړه  ناروغ ماشوم وو، چې کورنۍ يې د درملنې مالي توان نه درلود. دې په ۲۰۰۵ م کال کې د سرې مياشتې يا (سره صليب او د سولې دهکدي) له خوا له کابل څخه  آلمان ته وليږدول شو  او تر ۲۰۰۶ م يې درملنه بشپړه شوي بیرته خپل هيواد ته ليږدول شوې.

اوس دې د ښې روغتيا څښتن دې چې د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د طب په رشته کې په زده کړو بوځت دې. له  دویچه ویله آلمان غږ سره په مرکه کي الفت د خپلو تیرو خاطرو په لړ کې وويل:« زه د کابل ښار اوسیدونکې او اوس شل کلن يم، لا  ډير کوچنې وم،چې معلومه شوه زما په زړه کې سورې دې.دا په افغانستان کي د اوږده کلونو جګړې پایله ده،چې  ډير شمیر ماشومان په زړه کې سوري لري. د سره صليب او آلمان په مرسته  يې زه آلمان ته راوستلم. دلته مې د زړه عمليات وشول.»

د الفت ناروغې سخته وه او د عملياتو نتيجې وخت ته اړتیا درلوده چې ډاکټران بايد ډاډه شوي وايې. له بله پلوه دې ډير کوچنې وو،نو د پالنې له پاره  يوې آلمانۍ کورنۍ ته سپارل شوې وو.دا چې د کوچني ماشوم خوشاله ساتل کوم آسان کار نه دی او دې ترينه څه ډول خاطره لری؟

 الفت وايې:«زما ښه په ياد دي، د فرانکفورت په ښار کې په يوروِغتون کې زما د زړه عمليات وشول. وروسته بيا زه څو مياشتې  له  يوې آلمانۍ کورنۍ سره وم. هغوي دوه لورګانې درلودې.زما يې ډير خيال ساته. هر هغه څه چې د ساعتيرۍ وړ وو راته  يې برابرول او زما يې  ښه پالنه کوله.ما پوره شپږ مياشتې په آلمان کي تيري کړې.»

نن سبا له افغانستان څخه د الفت په څير په زرګونو ځوانان هجرت کوي. ډير شمير، خپلې زده کړې بشپړوي او يايې نيمګړي پريږدي. په دې اړه چې آيا الفت هم غواړي د بهر په لور مخه کړي او له ناآمنه شرايطو ځان وژغوري؟

الفت وويل« سمه ده حالات سخت دی او ناآمنې شتون لري،خو له خپل هيواد او ټولني وتل يې د حل لاره نه ده. موږ ځوانان بايد يو بل ته لاسونه سره ورکړو. يو بل وزغمو او ستونزو ته د حل لاره ومومو. له هيواده وتل او ځان لري کولو سره به موږ هيڅ تر لاسه نه کړو.»

الفت ستره هیله دا ده چې خپلې زده کړې بشپړې کړي. دې چې د طب په پوهنځي کي د دريم کال محصل دې غواړي په تخصصي رشتو کې  د زده کړې له پاره  په خاصه توګه آلمان ته راشي.

ځکه د ده درملنه د آلمان په فرانکقورت ښار کې په برياليتوب سره ترسره شوي اوزياتوي:«زه غواړم په آلمان کي په تخصصي رشته کې د لا تحصيل له پاره اپلاي وکړم. که آلمان نه وي،يا په کوم بل پرمخ تللي هيواد کې. تر څو د خپل علم په بشپړولو سره هغه ماشومانو درملنه وکړاي شم،چې زما په څير يې په زړونو کې سوري دي.»

دغه راز الفت د خپل هيواد ځوانانو ته پيغام لري او وايې چې په يووالي، نږدیتوب کې د دوي هیواد ته سوله راتلاي شي او زياتوي د علم په رڼا کي تيارې له منځه ځي.